د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپاچونکې جېمز انډرسن د انګلستان او هندوستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ په روانه ټیسټ لوبه کې د هندوستان څلور لوبغاړي وسوځول او په دې سره یې په ټیسټ سیالیو کې خپلې ویکټې ۶۲۱ ته ورسولې.
جېمز انډرسن یادي ۶۲۱ ویکټې په ۱۶۳ سیالیو«۳۰۲» انینګزونو کې اخیستې دي، چې په دې سره د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې درېیم زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو.
تر دې مخکې ددې لیست په درېیم ځای کې د هند ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي انیل کمبلې د ۶۱۹ ویکټو په اخیستلو سره شتون درلود، خو جېمز انډرس له هغه څخه دا مقام ونیوی او انیل کمبلې یې څلورم مقام ته کښته کړ.
د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې ترټولو زیاتې ویکټې د سریلانکا مورالتاران اخیستې دي، چې په ۲۳۹ انینګزونو کې یې ۸۰۰ لوبغاړي سوځولې.
د لیست په دویم ځای کې بیا د ۷۰۸ ویکټو په اخیستلو سره د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی وران شتون لري.
James Anderson Goes Past Anil Kumble, Becomes Third Highest Test Wicket Taker#IndvsEng https://t.co/laVU5tUhtt
— CricketNext (@cricketnext) August 6, 2021
د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې لس مخکښ ویکټاخیستونکې لوبغاړي
۱ـ مورالتاران: سریلانکا، په ۲۳۹ انینګزونو کې یې ۸۰۰ ویکټې اخیستې دي.
۲ـ وارن: اسټرالیا، په ۲۷۳ انینګزونو کې یې ۷۰۸ ویکټې اخیستې دي.
۳ـ جېمزانډرسن: انګلستان، په ۳۰۲ انینګزونو کې یې ۶۲۱ ویکټې اخیستې دي.
۴ـ انیل کمبلې: هندوستان، په ۲۳۶ انینګزونو کې یې ۶۱۹ ویکټې اخیستې دي.
۵ـ مکګریت: اسټرالیا، په ۲۴۳ انینګزونو کې یې ۵۶۳ ویکټې اخیستې دي.
۶ـ والش: ویسټانډیز، په ۲۴۲ انینګزونو کې یې ۵۱۹ ویکټې اخیستې دي.
۷ـ ډېل سټېن: سویلي افریقا، په ۱۷۱ انینګزونو کې یې ۴۳۹ ویکټې اخیستې دي.
۸ـ کپيل ډیو: هندوستان، په ۲۲۷ انینګزونو کې یې ۴۳۴ ویکټې اخیستې دي.
۹ـ هیرت: سویلي افریقا، په ۱۷۰ انینګزونو کې یې ۴۳۳ ویکټې اخیستې دي.
۱۰ـ هاډلي: نیوزیلنډ، په ۱۵۰ انینګزونو کې یې ۴۳۱ ویکټې اخیستې دي.