راپور: نسيمه محمدي
د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړى مرستيال وايي، تر اوسه نږدې پنځه سوه لوړې ودانۍ په نښه شوي او د سرغړونې په خاطر به جريمه شي.
امرالله صالح د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال، نن سهار د جدي ٢٢مه په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې دا وروستي ارقام نه دي او شايد زياتوالى پکې راشي.
نوموړى وړاندې زياتوي:
“موږ وکولاى شول، چې نږدې ٥٠٠ لوړې ودانۍ په کابل ښار کې په نښه – انځور اخستنه او د جريمې او سرغړونې له پلوه تخمينوو. دا چې څه بايد وکړو، دا دوسيې د تقريبي ديد لپاره وړاندې کوي.”
د لومړي مرستيال په وينا، د کابل ښار ډېرې جوړې شوې لوړې ودانۍ، د زلزلې پر وړاندې د مقاومت تصديق نه دى ترلاسه کړى او که دا سند په لاس کې ونه لري، دولت د هر ډول پېښو د رامنځته کېدلو پر وړاندې مسووليت نه لري.
“د زلزلو له نظره دا لوړې ودانۍ ډېرې زياتې مهمې او حياتي دي. کومې ودانۍ چې اوس جوړې شوي دي، بايد پر زلزلې د مقاومت تصديق لاسته راوړي.”
بل پلو امرالله صالح، د جريمو او سرغړونو په وړاندې د مقررې وضع، کابينې ته تر لس نورو ورځو پورې وځنډېدل.