لیکنه: ملیحه ناصري
د افغانستان مخکښ سیاستمدار امرالله صالح، چې له څو ورځو راهیسې یې په ټولنه کې نوم خورا ډېر د خلکو پر ژبه راګرځي او د مجلسونو تود بحث پرې روان وي.
امرالله صالح د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال د افغانستان د پنجشیر، پارسي ژبی (تاچک) دی. د ملي امنیت پخوانی رییس او د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر دی. په ۱۳۵۱ل ل کې په پنجشیر کې زېږېدلی. په ۱۳۹۷ل ل کې محمد اشرف غني د ویس برمک پر ځای د کورنیو چارو وزارت د وزیر په توګه وګوماره. د ۱۳۹۷ل ل د مرغومې پر ۲۹مه د اشرف غني په ټيم کې د اوسېدو لپاره استعفاء ورکړه. د لنډ وخت په موخه یانې موقتاً حمد الله محب یې ځایناستی شو.
د جهاد په وخت کې د احمدشاه مسعود په رهبرۍ له مخاالفینو سره مبارزه کوله. تر احمدشاه مسعود وروسته د القاعده او طالبانو پر ضد مبارزه کې یې په (جبهه متحد) اطلاعاتي عملیاتو کې د امریکايي ( سیا) سازمان تر نظر لاندې کار کاوه.
د افغانستان د جمهوري دولت له رغېدو سره په ۲۰۰۴ز کې د حامد کرزي له لوري، د ملي امنیت رییس شو. د ۱۳۸۹ل ل په غبرګولي کې پر لویه جرګه تر راکټي برید وروسته یې استعفاء ورکړه او د ( روند سبز) په نوم بنسټ یې جوړ کړ. دې بنسټ د ۱۳۹۳ل ل په ټاکنو کې له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړ.
د ۱۳۹۵ ل ل په کب میاشت کې محمد اشرف غني امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت د وزیر په توګه وټاکه؛ خو په ۱۳۹۶ ل ل کې چې په کابل کې ستر برید وشو او ۱۵۰کسان پکې شهید شول، بیا یې هم استعفاء وکړه.
اوسمهال د محمد اشرف غني لومړی مرستیال دی. له څو میاشتو راهیسې چې د پلازمینې امنیت ورځ تر بلې خرابېده، لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل امنیتي چارې پر غاړه واخیستې چې شخصاً به دا حالات کابو کوي. ده د خپلو موخو په بیانولو سره وویل چې تر دې وروسته دې خلک هم مرسته ورسره وکړي، څو مجرمین ونیول او امنیت ټينګ شي.
اوس په کابل کې د سترو مجرمینو انځورونه په غټو بېنلونو کې چاپ شوي، د کابل په څلورلارو کې یې راځړولي چې خلک یې په پېژندنه او نیولو کې له امنیتي ځواکونو سره همکار شي. له یوې اونۍ راهیسې د کابل په امنیت کې څه ناڅه ښهوالی راغلي او خلک دا کار د صالح جدي اقدام او د مسوولیت ادا کول ګڼي.
یادونه: د یاران لیکنې یوازې مالوماتي بڼه لري.