امریکا له سعودي عربستان څخه وغوښتل چې اسرایل وپېژني

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مائیک پامپیو په سعودي عربستان غږ کړی چې اسرائیل وپېژني.
د AFP په حواله، په واشنګټن کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر «فیصل بن فرهان» سره د یوې غونډې پر مهال مائیک پومپیو ویلي، چې د متحده عربي اماراتو، بحرین او اسراییل ترمنځ شوي تړونونه په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره زموږ د ګډ اهدافو په ترلاسه کولو کې مهم رول لوبولی.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې دا پرمختګ په سیمه کې ګړندی بدلېدونکی حالت منعکس کوي، په کوم کې چې دغه هېوادونو په سیمه کې د ایران د نفوذ په مبارزه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ اهمیت درک کړی دی.
مائیک پومپیو، د سرایل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د شوي موافقتنامې په بریا کې د سعودي عربستان د ملاتړ له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې سعودي عربستان دې له اسرایل سره د اړیکو په بیا پیل کولو غور وکړي.
د یادونې وړ ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۳ د ولسمشرۍ ټاکنو په کمپاین کې له اسراییلو سره د عربي اړیکو بحالي خپله لویه لاسته‌راوړنه بولي.
ډونالډ ټرمپ تېره میاشت په یوه بیان کې وویل چې هغه تمه لري، سعودي عربستان به په مناسب وخت کې اسرایل وپېژني.
مائیک پومپیو زیاته کړې، چې متحده ایالات د سعودي عربستان سره د وسلو د تړون کلک ملاتړ کوي، ترڅو د سعودي اتباعو خوندیتوب تضمین کړي او امریکایانو لپاره هم نوې دندې پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اګست په میاشت کې د متحده عربي اماراتو او اسراییلو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د رامنځته کولو لپاره د سولې تړون لاسلیک شو، وروسته له دې دواړو هېوادونو د سپټمبر په ۱۵د ډیپلوماټیکو اړیکو پر جوړولو موافقه وکړه، ورپسې د بحرین لخوا له اسراییلو سره د اړیکو د بیرته ټینګولو اعلان وکړ.
دې پرمختګ ته په ځواب کې، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر “فیصل بن فرحان السعود” په خپل ځواب کې وویل، چې د یهودي میشت ځایونو په اړه د اسراییلو یو اړخیز اقدامات د سولې په وړاندې خنډ دي، چې سعودي عربستان د عربستان د امن او فلسطین سره د سولې تړون ته ژمن دي. او له اسراییلو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو هېڅ لاره نشته تر څو له فلسطین سره د سولې موافقه لاسلیک نه شي.