امریکايي سندرغاړې، چي تازه ئې اسلام مبارک دین قبول کړی او مسلمانه سوې په یوه تازه ټویټ کي ویلي، چي غواړي پښتو ژبه زده کړي.
هغې تازه پر خپل ټویټر پاڼه باندي یوه ویډیو خپره کړې او پکښي ویلي دي، چي د بي بي سي سره ئې د خپل ژوند په اړه تازه مرکه کړې او افغانستان او د افغانستان ټولو خلګو ته ئې پکښي ځانګړی پیغام درلودلی.
هغې په یاده ویډيو کي د انګلیسي خبرو ترڅنګ په پښتو ژبه وویل((د افغانستان ټولو خلګو ته سلامونه)).
هغې د یادي کلمي وروسته د ویډيو د لیدونکو څخه نظر غوښتی، چي آيا پښتو ویل ئې سم دي او که نه.
د امریکا دا ښکلې او د ښکلي ږغ درلودونکې سندرغاړې په تېر ۲۰۱۹م کال مسلمانه سوه او له هغه راورسته په خپل خوږ ږغ کي ئې څو ځله د قران کریم تلاوت کړی، چي بیا ئې ویډيوي خپرې کړي.
د قران کریم د ویلو په وخت کښي ګراوت دا ویډيوي پر ټولنیزو رسنیو ډېري خپرې سوي او د ډيرو افغانانو او مسلمانانو پام ئې ځان ته راړولی.
دا چي اوس دا د ۲۹ کلنو ده د انګلیسي سندرو ترڅنګ ئې د عربي سندرو سره هم مینه درلوده او ګڼي عربي سندري یې هم ویلي، خو جالیبه لا دا ده، چي عربي سندري ئې په داسي حال کي خورا په ښه ډول ویلې، چي هیڅ په عربي ژبه نه پوهیږي.