ژباړه: بشر دروېش
د امریکا متحده ایالاتو پوځ د تېریوه کال په موده کې تر ۵۰۰ زرو پورې کډوال له خپلو لیکو ویستي.
د تابعیت د سند امتیاز
د امریکا پوځ کډوال معمولاً د دې لپاره پخپلو لیکو کې جذبوي، چې یا یې پر نورو ژبو له برلاسي توبه ګټه واخلي او یا دغه کډوال د طب پياوړي ډاکټران وي او په بېړنیو حالاتو کې د پوځ د سرتېرو په درملنه کولای شي.
د امریکا د قوانینو له مخې، هغه کډوال چې د دغه هېواد د پوځ په لیکو کې خدمت کوي، څو کاله وروسته د امریکا د تابعیت سند هم ترلاسه کولای شي.
د امریکا په پوځ کې ډېرځله د نورو هېوادونو کډوال د همدې تابعیت سند د اخیستو لپاره هم کار ته مخ اړوي.
امریکا د خپل پوځ د پياوړتیا لپاره د خپل تابعیت سند د ورکړې له امتیازه له اوږدې مودې راهیسې همداسې ګټه اخلي.
د نورو هېوادونو یو شمېر د پام وړ کادرونه، چې پخپلو اړوندو مسلکونو کې د لوړپوړو دندو تجربه او وړتیا لري، ډېر ځله د امریکا د تابعیت سند د لاسته راوړلو لپاره د دغه هېواد په پوځ کې عادي ماموریت ته غاړه ږدي.
نا ښکاره شوي جزیات
د امریکا پوځ له خپلو لیکو څخه د ویستو کډوالو د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات نه دي روښانه کړي.
پوځ، د دغو کډوالو د ویستو په اړه کومه رسمي اعلامیه هم نه ده ورکړې، خو د کلمبیا محکمې په خپرو شویو اړوندو اسنادو کې د ویستل شویو کډوالو شمېر ۵۰۲ زره تنه ښودل شوی.
محکمې ویلي، چې د دغومره کسانو ۳۵ سلنې یې د پوځ په لیکو کې د خدمت له دوامه مخ اړولی دی.
سرچینې د ۲۵ سلنه نورو ګوښه شویو کسانو د ایسته کیدو دلیل د دوی د کار د کیفیت خرابوالی او د ۱۰ سلنه نورو کسانو د ګوښه کیدو لامل امنیتي ستونزې ګڼلي.
د کډوالو اعتراض
د بادامسریجید ګانسوخ په نوم یو کډوال، چې پر ترکي ژبې د پوهیدو په دلیل د امریکا پوځ له ځان سره ګومارلی و، له دندې پر ګوښه کیدو یې اعتراض کړی.
هغه وایي، هیڅ خبر نه و، چې ناڅاپه یې نوم د ګوښه شویو پوځيانو په لیست کې ولیده.
د ده په وینا، د ګوښه کیدو دلیل یې په یاد شوي لیست کې د خدمت له دوامه مخ اړول ښودل شوي، خو دا خبره واقعیت نه لري ځکه دی او د ده په شان زرګونه تنه نور غواړي چې د امریکا له پوځ سره دندو ته دوام ورکړي او د امریکا د تابعیت سند لاسته راوړي.
د حقوقپوهانو دریځ
په امریکا کې د کډوالو د حقونو او ملي امنیت کارپوه مارګریت استاک د امریکا د پوځ دغه چلند ظالمانه ګڼلی او ویلي، چې دوی ګوښه شویو کسانو ته د اعتراض حق نه دی ورکړی.
د ده په وینا، لازمه ده چې پوځ پر ګوښه شویو کسانو د ناکارۍ اړوند لګولي تورونه ثابت کړي.
د امریکا د قوانینو له مخې، هغه کسان چې په قانوني ډول په دغه هېواد کې اوسیږي، په پوځ کې د کار غوښتلو حق لري.
په ۲۰۱۶ کې تر۵ زرو زیاتو کډوالو د دغه کار لپاره پوځ ته غوښتنلیکونه سپارلي وو.
د ۵۰۲ زرو کسانو د ګوښه کولو باوجود د امریکا پوځ اوس هم پخپلو لیکو کې ۱۰ زره کډوال لري.
ټرمپ او کډوال
ځينې شنونکي د کډوالو پروړاندې د امریکا د پوځ وروستی چلند سیاسي ګڼي او ټینګارکوي، چې دغه چلند د کډوالوخلاف د ولسمشر ټرمپ له سخت دریځو سیاستونو څخه سرچینه اخلي.
ټرمپ، مخکې له دې چې د امریکا ولسمشر شي، پخپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د کډوالو خلاف توندې ویناوې وکړې او ویې ویل، چې امریکا به د خپلو اتباعو د ژوند ښه والي ته زیاته پاملرنه کوي او د کډوالو له منلو به نور ځان ساتي.