ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
استاد د شاګردانو له یوې ډلي وغوښتل چي د خپل فکر سره سم د نړۍ اووه حیرانوونکي نوملړ کړي. د شاګردانو ځوابونه څه بېل غوندي ول، خو دې لاندي اوو پکښي ډېري رایي واخیستې:
1. د مصر لوی اهرامونه
2. تاج محل
3. ګرېنډ کنیون
4. پاناما کانال
5. امپایر سټېټ بیولډینګ
6. سټی پیټرس برسیلیکا
7. د چین لوی دېوال
کله چي استاد له زده کوونکو رایه پاڼي راټولوي ویني چي یوې شاګردي لا هم خپله پاڼه نه ده خلاصه کړې او په فکر کښي تللې ده. استاد له زده کوونکې وپوښتل چي آیا د لیست په جوړولو کي ستونزي لري. نجلۍ ځواب ورکړ،” هو، یوڅه. زما په فکر کي اووه نه بلکي بېخي ډېر ول. “ ، بیا استاد ورته وویل، ښه نو راته ووایه کېدلای سي چي موږ درسره مرسته وکړو. نجلۍ زړه نا زړه وه، خو بیا ئې خپله پاڼه داسي ولوستله:” زه فکر کوم د نړۍ اووه ستر یا حیرانوونکي دا لاندي دي:
1. ليدل
2. اورېدل
3. لمسول
4. څکه کول/خوند کتل
5. احساسول
6. خندل
7. او مینه کول
ټول ټولګی په دې اندازه خاموشه سو چي د یوه قلم د لوېدو ږغ هم پکښي اورېدل کېدلای سوای. یقیناً، هغه څه چي موږ ئې په ورځني ډول وینو او موږ ته له قیمت پرته راکول سوي دي؛ رښتیا هم ډېر ستر او حیرانوونکي دي. چي په ژوند کي” دا ستر څیزونه خو نه د انسان په لاس جوړېدلای سي او نه هم پېرودل کېدلای سي. “