د الزایمر یا هیریدو ناروغي؛ پرې د اخته کیدو څو سببونه یې دا دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په الزايمر يا ذهني پڅېدا ناروغۍ اخته خلکو شمېر په نړۍ کې ۳۶ميليونه ده، او دا کچه ښايي تر ۲۰۵۰کاله تر څلور برابره لوړه شي. دا داسې ناروغۍ ده، چې نه يوازې ناروغان بلکه ناروغ سره نږدې خلکو لپاره ډېره ستونزه جوړوي.
ځکه په دې ناروغۍ اخته کس تل د هر څه په اړه ډېرې خبرې کوي، او نږدې پېښې هېروي.او يا هم په پرلپسې ډول له نورو څخه تکرار پوښتنه کوي.
د الزايمر ناروغۍ يو داسې ناروغۍ ده، چې عصبي حجرو ته پکې زيان رسېږي. د دې ناروغۍ د ناروغانو خوى بدلېږي.هغه پېښې چې په نږدې مودې کې تېرې شوي وي هېروي يې.
الزايمر په مستقيمه توګه له عمر سره تړاو لري، هغه خلک چې عمر يې له ۶۵ کالو څخه پورته شي، پر دې ناروغۍ د اخته کېدو چانس يې زيات وي.
په الزايمر ناروغۍ د اخته کېدو نښې نښانې هم ناروغانو ته نه څرګندېږي.خو ځينې د اخته کېدو لاملونه يې دا ښودل شوي:
۱ـ يوازې اوسېدل
۲ـ د ژوند ملګرى نه لرل
۳ـ د عمر لوړېدل په مغز کې د البومينو موادو راټولېدل
۴ـ بې خوبي
د سپټمبر ۲۱ د الزايمر ناروغۍ نړېواله ورځ ده. د دې ډول ناروعانو لپاره بله بده خبره دا ده، چې د داکټرانو په وینا په منځني ډول د الزايمر ناروغان له اتو تر لسو کالو ډېر عمر نشي کولى. چې دا خورا دردونکې ده.
هغه خلک چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو پالنه کوي تر بل هرې ناروغانو يې پالنه ستونزمنه وي. او داسې هم ویل کې کېږي، چې د الزایمر ناروغانو باندې د وخت په تېرېدو سره د ادرار او تشناب تلل کنټرول له لاسه ورکوي.
په خواشينۍ سره د الزايمر ناروغۍ درملنې لارې تراوسه په سمه توګه نه دي څرګندې شوي، خو ډاکټران وايي هغه خلک چې تل مطالعه کوي،خپل ذهن فعاله ساتي او ورزش کوي،د عمر په ورستيو کې په الزايمر ناروغۍ د اخته کېدو مخنيوى وکړي.