ژباړه؛ نسیمه محمدي
د آلوئه زیات اغېز پوستکي ته د اوبو رسونه، پوستکي او وېښتانو ته رطوبت برابرول او د پوستکي د وچېدو او چاودېدو مخنیوی دی. د پوستکي اوبه کېدل د آلوئه ورا سره ترسره کېږي.
د پوستکي لپاره د آلوئه ورا خاصیتونه؛
که څه هم د آلوئه ورا بوټی د هایدروکسي آنتراسن مشتقاتو او د A, B, او C وېټامین لري او د پړسوب ضد، مېکروی ضد، آرام بښوونکی خاصیت، د لمر او اور سوځېدنې ضد خاصیتونه لري، خو بیا هم آلوئه ورا او دېته ورته بوټي ممکن د پوستکي لپاره نامطلوب عوارض، لکه د پوستکي حساسیتونه او توروالی له ځانه سره ولري.
د آلوئه ورا د کارولو زیانونه:
- د آلوئه ورا ژل د پوستکي او مخ لپاره بې خطره ماده ده، خو ځینې وختونه د حساسیت لامل کېږي.
- د آلوئه ورا ژل د ژورو ټپونو د درملنې لپاره ګټه نه لري او ځوښه یې د شدیدې نسناستې سبب ګرځي.
- شیدې ورکوونکې او اومېندواره مېرمنې باید ترې ډډه وکړي، ممکن د رحم د انقباض او د جنین د سقط لامل شي.
- ممکن دا ماده د بواسېر ناروغي زیاته او د کولمو سندروم تحریک کړي.
- دوامداره او اوږدمهال لپاره کارول یې د روږدېدو سبب کېږي. د ۱۲ کلنۍ څخه کم عمر لرونکي یې باید ونه کاروي.
- پرلهپسې او زیات وخت لپاره ګټه اخېستنه د پوتاشیم کمښت رامنځته کوي.
د آلوئه کارولو پر وخت که دا درمل کاروئ، نو له خپل روغتیاپال سره مشوره وکړئ:
- د شکر درمل؛
- سووفلورانس؛
- محرک ملیني درمل (دقبضیت دفع کوونکي درمل) Stimulant Laxative؛
- آسپرین؛
- دیرېتيک درمل (ادرار راوړونکي).
د آلوئه ورا په مصرف کې باید افراط ونه شي او د اندازې او کارولو د ډول په اړه یې له روغتیاپال سره مشوره وشي.
هغه درمل چې د پوستکي د ځوانېدو لپاره دي، یو ډوز د آلوئه ورا ځوښه لري.
د آلوئه ورا بوټی ځینې کیمیاوي مواد او عناصر لري، چې له پوستکي سره د حساسیت د پیدا کېدو امکان زیاتوي.
هغه آلوئه ورا وکاروئ چې په تولیدي فابریکو کې پروسس شوې او مُضر مواد، چې د پوستکي د تحریک او حساسیت سبب کېږي، ترې جدا شوي وي.
سرچینه: beytoote.com