د الوتنې مکمل ښځینه ټیم؛ له کابله تر هراته ۹۰ دقیقې تاریخي الوتنه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

له کابل څخه تر هرات پورې ۹۰ دقیقې الوتنه په افغانستان کې تاریخي وبلل شوه، ځکه چې د پیلوټانو په شمول ټولې الوتکې عمله ښځېینه وي.

خصوصي هوایي شرکت “کام ایر” دغه الوتنه ولمانځله ، او دا یې د افغانستان په تاریخ کې د ښځو لومړنۍ الوتنه وبلله.

که څه هم دا لومړی ځل ندی، چې افغان میرمنو په هېواد کې الوتنې کړي، خو ټولې الوتنې تر دې مخکې نظامي الوتنې وي.

IMG-20210301-WA0008.jpg

“محدث میرزايي” د کام ایر هوایي شرکت لومړنۍ پیلوټه ده، چې تېره چهارشنبه د کیپتان “ویرونیکا بورسا” سره په ۷۳۷ بوینګ کې د افغانستان له پلازمینې کابل څخه هرات ته الوتنه وکړه. او د الوتکې څلور ښځېینه ؤ خدمت کوونکو د کابل – هرات په لاره کې مسافرینو ته خدمت کاوه، الوتنه د ۲۲ کلنې “محدث” تر ادارې لاندي وه.

IMG-20210301-WA0010.jpg

د “بیزنیز انسایدر” مجلې په حواله، “جوش کاهل” د هوانوردۍ مشهور پیژندل شوی، چې د مستندو فلمونو جوړونکی دی، د ښځېینه پیلوټانو سره په سفر کې ویلي، چې الوتنه د نورو الوتنو په څېر اسانه او ارامه وه. هغه مجلې ته ويلي ، “د الوتنې عمله د نړۍ د نورو پيلوټانو په څیر خورا مسلکي وه. زه په نورو الوتنو کې هم کابين کې وم او ما د دوی او نورو نړيوالو پروازونو تر منځ هېڅ کوم توپیر نه دی لیدلی.”

دا تاریخي الوتنه د رسنیو له سترګو لېرې وشوه او یوازینی خبریال یې هم “جوش کاهل” و. که څه هم په ټوله نړۍ کې هوایي شرکتونه مشهورتيا خوښوې او غواړي چې د دوی پیغامونه عام شي، خو د افغانستان امنیتي وضعیت داسې دی، چې د پراخه اعلاناتو مخه نیسي.