ژباړه: نسیمه محمدي
د نامه په غوټۍ د بادانو غوړیو څڅول او د مخ ښکلا
د پوستکي د ښکلا او ځلا لپاره د بادامو له غوړیو بل هېڅ غوره څېز نشته او په دې شک مه کوئ، ځکه د اوږدو کلونو تجربو دا ثابته کړې ده. له همدې امله روغتیا پالانو اکثره نسخې او حتی کورني ماسکونه د بادامو د غوړیو درلودونکي دي؛ مګر څه کولای شئ تر سره کړئ دا چې د نورو ماسکونو او د بادامو له غوړیو ګټې اخیستنې ته وخت نلرئ؟ په دې په زړه پورې مطلب کې د (د نامه په غوټۍ کې د بادامو غوړیو څڅول) تر سر لیک لاندې معلومات وړاندې کوو، چې له سر درد پرته خپلې موخې ته ورسېږئ.
یواځې بسنه کوي د څو ساده ټکو په ترسره کولو سره یو اندازه د بادامو غوړي د نامه په غوټۍ وموښئ.
د بادامو غوړي څنګه په نامه وموښو؟
د بادامو غوړي لږ څه ګرم کړئ البته دا ستاسې خوښې پورې تړاو لري، خو ښه ده چې ګرم شي ځکه په ښه ډول په بدن کې جذبېږي او د نامه په غوټۍ یې وموښئ، په آرامۍ مساژ ورکړئ تر څو بدن ته جذب شي، غوره ده دا کړنه د شپې له خوا تر سره کړئ ځکه نه یواځې دا چې ډېره ګټه لري بلکه یواځې مو د خوب کالي غوړوي.
ولې د نامه په غوټۍ د بادامو غوړیو سره مخ او پوستکی ځلا کوي؟
نو او د نامه غوټۍ چې د زېږېدو په وخت کې یې لرو د بدن له ټولو داخلي غړو سره تړاو لري په همدې ترتیب له پوستکي سره هم تړاو لري، نو د بادامو غوړي په نامه وموښئ تر څو د موخې په کچه په بدن کې جذب شي، چې په پایله کې د پوستکي د جوړښت د ښه والي او ځلا لامل کرځي.
د نامه په غوټۍ د بادامو د غوړیو ګټې
د بادام غوړي له وېټامین، پروتین او معدني موادو بډایه دي،نو له همدې امله کله چې دا غوړي په نامه مښۍ په ډېرې آسانۍ سره جذبېږي. پوستکی نرم او روښانه کوي، د پوستکي رطوبت ساتي، د مخ لکې او ګونځې لمنځه وړي، پوستکی منعطف کوي، د شونډو د چاود درملنه کوي.
سرچینه: نمناک