ژباړه: ملیحه ناصري
د آلمان په کاسل ښار کې یوه غمجنه هیلۍ د دې لامل شوه چې ۲۳ اورګاډي په خپل وخت حرکت ونه کړي او وځنډېږي.
شپیګل انلاین لیکلي چې د فډرال پولیسو ویاند ورته ویلي: یوه سپینه هیلۍ د اورګاډو په رېل پټلۍ کې ناسته وه، ماتم یې کړی و، له همدې امله کابو یو ساعت اورګاډي له حرکته پاتې شول.
د پولیسو ویاند زیاته کړې دا دوې هیلۍ تر کرېسمس یوه ورځ دمخه د رېل پټلۍ شاوخوا ګرځېدلې. د یوې هیلۍ سر د اورګاډو د برق ورکولو په پورتنیو برخو کې نښتی او مړه شوې وه. پولیس داسې ګومان کوي چې دا هیلۍ ځکه دلته ناسته وه چې پر مړې هیلۍ یې ماتم نیولی و.
پولیسو ډېره هڅه کړې وه چې ژوندۍ هیلۍ له دې ځایه لرې کړي، څو رېل حرکت وکړي؛ خو هڅو یې مثبته پایله نه وه ورکړې. بلاخره د اطفايي/اور وژنې مامورین او ځانګړو جامو سره پولیس راځي، د مړې هیلۍ جسد له هغه ځایه ټولوي.
بیا دوی بریالي کېږي چې جوړه یې( ژوندۍ هیلۍ) له ځایه پاڅوي او بېرته یې فولډا سیندګوټي ته ورستنه کړي.
پولیسو ویلي دي چې د دې پېښې له امله کابو د ۲۳ اورګاډو حرکت ځنډېدلی و. بلاخره تر ۵۰ دقیقو ځنډ وروسته یې حرکت کړی و.
دا پېښه د د ډسمبر پر ۲۳مه شوې وه؛ خو ناوخته راپورونه پرې خپاره شول.
افغانانو د دې پېښې په اړه خپل نظرونه او تاثرات وړاندې کړي دي. ډېریو کسانو ویلي چې دلته پر انسان دومره رحم نه کېږي لکه هلته چې پر هیلۍ شوی دی.