زموږ ټولنه کې ښایې داسې ډېرو کلتورو سره مخ شئ چې له نیکونو راپاتې وي، خو مذهبي او کلتوري ټولنې خپله لمن پر غوړولې ده. خو لا هم داسې ټولنې شته چې د مذهبي او کلتورو ستونزو ورهاخوا د خپلو نیکونو رسم و رواجونه یې ژوندي ساتلي اونني ځوانان یې تر نورو نسلونو د بقا په خاطر لمانځي.
یو له دغو لرغونو کلتورونو د اکیتو اختر دی، چې د نړۍ په بشریت کې تر ټولو لرغونی اختر بلل کیږي.
دغه اختر اشوري ځوانان هر کال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د سوریې په شمال ختیځ الحسکه ولایت کې لمانځي.
دغه ځوانان په دې ورځ خپلې کلتوري جامې اغوندي، او د بین النهرین د لرغوني کلتور پربنسټ د ۶۷۷۱ کال پیل لمانځي.
اشوریان دغه اختر یوازې د سوریې تر څنګ په عراق کې هم لمانځي.
که څه هم اشوریان اوسمهال د مسیحیت دین پیروان دي، خو دغه اختر یوازې د خپلو نیکونو د ورپاتې کلتور د ژوندي ساتلو لپاره ترسره کوي.
د اشوریانو تر څنګ کلدان او سریان هم دغه ورځ لمانځي او دوی لا هم خپل بابلي، سامري، اکادي او کلداني لرغوني تمدنونه ساتلي دي.
خو اوس هم تاریخپوهانو د اکیتو کلمې دقیقه معنا نه ده موندلې د دوی تر منځ اختلاف شته، ځینې پر دې باور دي چې دا توری ځمکې ته د اوبو د نژدې کېدو په معنا ده خو نور بیا په دې باور دي چې د دانې د زرغونېدو په معنا راغلې ده.
اما که لرغونو افسانو ته راشو نو پسرلی د زرغونېدو په معنا ده او د بوټو تخمونه په همدې موسم کې رازرغونیږي.
بیا که تاسې د بریټانیکا دائرة المعارف ته سر ورښکاره کړئ نو اکیتو اختر د بابلي تمدن پورې تړاو لري او دغه اختر د ځمکې د زرغونېدو په خاطر لمانځل کېده.
د سوریې د څېړونکو په خبره دغه اختر د پسرلي تر ۱۲ ورځو لمانځل کیږي او په څلورمه ورځ پاچا معبد ته ورځي او د مردوخ خدای مجسمې ته مخامخ کیښني.
دغه ورځ اشوریان په ډېره خوښۍ لمانځي او رنګارنګ کالي اغوندي.