هوتک: ۲ کاله کیږي عاید نلرم، خو بیا هم تر خپله وسه مرسته کوم

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، چي ۲ کاله کیږي نه سیالۍ او نه هم عاید لرم، خو د خپل توان په اندازه له غریبو هیوادوالو سره مرسته کوم.
احمدولي هوتک پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، چي زه به د خپل غریب ولس ترڅنګ ولاړ یم.

هغه لیکلي:
«۲ کاله کېږي له سیاليو لرې یم، کوم عاید نه لرم خو بیا مې هم د غریب ولس تر څنګ یم، د خپل توان مرسته ور سره کوم. ښه ژوند او معاش والا ملګري راته مېسېج کوي وايي چې یوه کورنۍ ده ډېره مجبوره ده او د خوراک څه نه لري که مرسته ورسره وکړې په داسې حال کې چې دوی به ورسره د ډېری مرستې وسه لري.»

هغه په وروستیو کي لیکلي، که چیري هیواد کي ټول شتمن وګړي د یو بل لاسنیوی وکړي، نو هیواد کي په هیڅ غریب پاتي نشي.
احمدولي هوتک د روژې میاشتي له پيله د یوه کمپاین په ترڅ کي خوراکي توکي راټولوي او بیا یې غریبو هیوادوالو ته وېشي.
ټاکل شوې وه احمد ولي هوتک د تیري اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه د روسي سیال په وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شوی وای، خو کرونا ویروس د یادې لوبې د ترسره کېدو مخنیوی وکړ.
احمد ولي هوتک تېر کال له امریکا څخه تر ځانګړو تمرینونو وروسته هیواد ته راستون شو، چي له راستنېدو سره سم د نامعلومو کسانو له لوري د چاقوګانو په وسیله ووهل شو او سخت ټپي شو.
اوس هغه بیرته تمرینونو او لوبو ته راستون شوی.