
د پلار پر پلونو روان زوی؛ احمد مسعود به افغانستان د طالبانو خلاف ودروي؟
د افغانستان د مطرح او افسانوي قومندان احمد شاه مسعود د پلار له مرګ څخه لسیزې وروسته د هغه د تر ټولو لویو دښمنانو( وسله والو طالبانو) خلاف د افغانستان د یو کولو اعلان کړی.
۳۰ کلن احمد مسعود، چې د پلار له مرګ وروسته یې په ایران کې ښوونځی او برتانیه کې پوځي پوهنتون لوستی؛ دا ډېره موده له سیاسته لیرې و.
احمد مسعود د پلار له مرګ وروسته د خپل تره احمد ولي مسعود لخوا وپالل شو، زده کړې پرې وشوې او بلآخره هغه خپله یوه لور هم دغه وراره ته ورکړه.
د پلار پر پلونو روان زوی
احمد ماشوم و، چې پلار یې د ۲۰۰۱ د سپتمبر په نهمه د تخار په خواجه غار کې ظاهراً هغو جعلي خبریالانو په ځانمرګي برید كې وواژه، چې مسولیت یې القاعدې ډلې پر غاړه واخیست.
احمد شاه مسعود که د چا خوښ و، که بدې راته، خو ټول په دې نظر وو، چې هغه په پوځي برخه کې یو نابغه قومندان و
مسعود ان د شوروي خلاف د جګړې له وخته د جګړې د تکتیک ګڼ کتابونه لوستي وو او په لږو امکاناتو د لویو جنګي لاسته راوړنو ریکارډ یې جوړ کړی و.
د مسعود ژوند مختلف پړاوونه لرل.
هغه هم د شوروي خلاف د جګړې قومندان و، هم یې دغه زبرځواک سره د جهاد پر وخت د مالي امتیازاتو بدل کې اوربند کړی و، هم یې د کابل تنظیمي جګړو او د نجیب له حکومت وروسته د قومي لږه کیو په کودتا ډوله حکومت جوړولو کې نقش مهم و.
مسعود هغه وخت خلکو ته ګران شو، چې د طالب واکمنۍ پر مهال یې د ځینو بهرنیانو په مرسته د پاکستان ضد دریځ ونیوه او د طالب واکمنۍ خلاف مبارزه کې یې د ملي متحدې جبهې په نوم یو ټول شموله مخالف ادرس جوړ کړ.
هغه دغه وخت ویل، چې که په افغانستان کې یو لویشت ځای هم ولري، له هېواده نه وځي او د طالبانو او پاکستان خلاف جنګیږي.
مسعود د ګڼو بدګڼو ترڅنګ د رهبرۍ ګڼې جالبې ښیګڼې لرلې، د خلکو په را خپلولو، وفادارۍ او پاللو مشهور و.
د هغه مرګ نه پس که څه هم لارویو او په نوم یې امتیاز اخیستونکو د واک له انحصاره تر ظالمانه استعمال او چور چپاوله په هیڅ صرفه ونه کړه او د مسعود له نوم و عکسه استفاده یې د مسعود شخصیت هم خورا زیانمن کړ، خو مسعود لا هم پلویانو ته یې یو افسانوي اتل او د ډېر احترام وړ دی.
البته مخالفین یې هم نه دي کم، هغوی یې جنګ پلوه، پښتون ضدی او ځان غوښتونکی یادوي، چې په خبره یې دغو خواصو او رول افغانستان دغه حال ته راوستی.
د مسعود زوی احمد بیا لوستی، غیر متنازع، لږ څرګند شوی او د ځوانو افکارو تعلیم یافته خاوند دی.
هغه بیا نه هغسې مطرح دی، نه یې د پلار د لارویو له میلیاردرو زامنو سره سیالي برابره ده او نه مسعود ژوندی دی، چې د هغه په سترګو یې څوک زوی، ورور او بل فامیلي رشته دار وپالي.
سربېره پر دې نه طالبان هغه پخواني طالبان دي، نه یې نړیوال او سیمه ییز مخالفین هغه خلک او نه شرایط په نورو لحاظونو هغسې حالت ته مساعد دي، چې احمد یې لکه پلار د طالبانو خلاف د افغاني مقاومت د سرلارۍ هغسې مقام و منزلت ولري.
احمد مسعود د طالبانو خلاف ان د وسله والې جګړې خبرداری ورکړی، خو دا یې هېردي، چې د پلار نیږدې متحدین یې اوس په ماسکو او قطر کې ان خپل زامن له طالب مشرانو سره پر راتلونکو ګټو د معاملو لپاره لیږلي او د نوو دښمنو پرځای د زړو هغو د ختمولو په تکل کې دي.