د هلمند په بغني کې وروسته له ۴۰ کلونو زده کوونکي ښوونځي ته ځي

رنګین تجريدي ډیزاین

د هلمند د پوهنې رياست مسولين وايي چې تر ۱۳۵۸ ه ش کال راوروسته وتوانېدل چې په لومړي ځل په بغني ولسوالۍ کې ښوونځی پرانيزي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دی چې په رسنيو کې يې تر ټولو ډېر خبرونه د مرګ ژوبلې اړوند وي، خو په همدې حالت کې بيا هم د ماشومانو او ځوانانو د زده کړو بهير ورځ تر بلې ښه کېږي او د پوهې د ترلاسه کولو نوي مرکزونه پرانيستل کېږي.

بغني د لښکرګاه ښار څخه کابو ۱۸۰ کيلو متره لرې، د باغران ولسولۍ په څنګ کې هغه ولسوالي ده چې تر اوسه دولت ورته اداري تشکيل ندی ورکړی ځکه د باغران ولسوالۍ په شمول د حکومت د وسلوالو مخالفينو په ولکه کې ده.

د پوهني رئيس محمد داود شاه صفاري وايي چې په بغني ولسوالۍ کې يې ۱۵ بابه کليوالي ټولګي فعاله کړي چې ۵۲۵ تنه زده کوونکي پکې عملاً زده کړي کوي.

صفاري وايي په تېرو ۴۰ کلونو کې تر اوسه پوري په بغني کې هيڅ ښوونځی نه و او نه هم د زده کړو بهير پيل شوی وو،خو د پوهني رياست کارکوونکي پدې وتوانېدل چې د اړتيا وړ تدريسي توکې تر زده کوونکو پورې ورسوي او درسي بهير پيل کړي.

دده په خبره که د پوهنې وزارت ورته لږ امکانات هم برابر کړي نو چمتو دي چې په ټول هلمند کې تړل شوي ښوونځي بيرته فعاله کړي او هم نوي ښوونځي جوړ کړي.

صفاري وايي هلمنديانو د خپلو بچيانو د ښې راتلونکي پخاطر ورسره هرکله مرسته کړې،دده په خبره خلکو د ۱.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت ۸۱۶ جريبه شخصي ځمکه معارف ته د ښوونځيو د ودانيو لپاره په واک کې ورکړې چې لاهم دا لړۍ جريان لري.

په هلمند کې ټولټال ۲۵۶۴۶۴ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې د دوی له ډلې څخه ۶۵۰۰۰ نجونې دي او ۲۲۰۰۰ ماشومان نوي ښوونځيو کې شامل شويدي.