اکستان وایي، چې له افغان سولې سره بشپړه او صادقانه همکاري کوي.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي او په هېڅ صورت نه غواړي چې څوک په زور او له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي.
منصور احمد خان زیاته کړې، چې افغان جګړه د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي او طالبانو ته هم په کار ده چې پر مذاکراتو تمرکز ډېر کړي.
په دې لیدنه کې حنیف اتمر ویلي چې افغان سوله د ټولې سیمې د پرمختګ او ثبات لپاره مهمه ده له همدې امله پاکستان ته په کار ده چې له دې بهیر سره صادقانه او عملي همکاري ډېره کړي.
په ورته وخت کې امریکا وایي له افغان پوځ سره به یې مالي او روزنیزې مرستې دوام کوي.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکې ده او ددې ملاتړې ده چې ژر تر ژره افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
دواړو لورو د سولې په اړه د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ او نړیوالې اجماع خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې په دې برخه کې به هم د امریکا هڅې روانې وي.
امریکایي لوري دغه راز د سرتېرو د ایستلو پر وروستیو جزیاتو هم خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې له کابل سره به امنیتي همکارۍ دوام کوي.
په دې لیدنه کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پر امنیت هم خبرې شوې دي.
امریکا ژمنه کړې چې د سرتېرو تر وتلو وروسته هم د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د سولې په برخه کې ددوی د هڅو ملاتړ کوي.