د افغان ښځو لپاره له ستونزو ډک کاري چاپیریال

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په عامه اصطلاح او د لوستو کسانو په باور ښځه د نيمې نړۍ بشپړوونکې ده او هغه مهال دا بشپړتيا صحت پيدا کوي چې له نارينه وو سره يو ځای کار وکړي او ټولنې سره د خپلو افکارو پر شريکولو په ټولنه کې ونډه واخلي.
په افغانستان کې د پخوا په پرتله اوس ښځې په کاري چاپيريال کې ډېرې تر سترګو ګيږي او ان په لوړو څوکیو کار کوي. خو د ډيريو نامناسب کاري چاپيريال د هغوی د پرمختګ لپاره خنډ جوړ کړی چې په ارامه ساه اخيستل ورته ستونزمن شوي.
که څه هم د لوست او پوهې خوښوونکي زيات شوي او تر پخوا زده کړو او کار کولو ته ډير زړه ښه کوي خو تر څنګ يې په همغه کچې د جنسي ځورونې زیاتې شوي او په کاري چاپیریال کې په بیلابیلو پلمو او لارو یو شمیر نارینه له ښځو ناسم توقعات لري.
د ښار او کوڅو ازار او اذیت او جنسي ځورونو اوس کار ځايونه هم په سر راخيستي او د اړمنو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی.
د افغانستان زيات شمېر نفوس فقر او بې وزلۍ ځپلي چې کار کولو ته پکې ډېره اړتيا ليدل کيږي او ځينې کورنۍ خو يوازې د ښځو پر مټ چليږي او د خپلې کورنۍ ماديات پوره کوي چې بيا ځينې فرصت طلبه نارينه د دوی له مجبوريته په استفادې ترې ناسم او غير وجداني غوښتنې کوي.
دا هغه ډله کم ظرفيته په ظاهر نارينه خو په فطرت لکه وږو ليوانو په څېر دي چې خپلې مېرمنې يې تر چادري لاندې د کور د څلورو ديوالونو تر منځ کلا بندې کړي خو د بل لور او خور ته په سپکه ګوري.
په داسې چاپيريال کې هغه چاته پاملرنه کيږي او کاري ترفېع ورکول کيږي چې يو څه ترې ترلاسه کړي او د واک چلوونکو په زړه کار وکړي.
زمونږ ټولنه نارينواکه ټولنه ده دا او دې ته ورته موارد هغه څه دي چې نه يوازې په کاري ماحول بلکې په اکاډميکو ساحو کې هم پرې ښځې ګواښل کيږي.
په وروسته پاتې ټولنو کې د ښځو د علميت د کچې لوړوالي ته ډيره اړتيا وي چې پر مټ يې کولی شي له نارينه وو سره يو ځای کار وکړي او د خپلې کورنۍ او هيواد د اقتصاد په پياوړتيا کې مثبته ونډه واخلي.
د ښځو مجبوريت له کوره پيليږي او بيا له کوره بهر تر کاري چاپيرياله ورسره وي چې هم يې له کاره د زړه تورۍ او هم د روحيې د کمزورېدو لامل کيږي.
د دې سپکې پديدې د ورکېدو لپاره لازمه ده چې هر پلار تر زده کړو وروسته خپله لور او هر ورور خپله خور د اړوندو رشتو پورې تړلو دندو ته د ورتګ اجازه ورکړي، او د دې احساس به يې زړه کې پيدا شي چې زما خور او لور ته په کتو زما ناموس هم د چا د بد نظر ښکار ګرځي.
که غواړئ چې په ټولنه کې جنسي ځورونې کمې شي او د ښځو پياوړتيا تضمين کړئ نو هڅه وکړئ چې د زده کړو په پشپړلو کې له لټۍ ځان وساتۍ تر څو د ښځينه په رياست ته رسيدو او خپلواکه کېدو د نورو ښځو حقوق خوندي او د کار کولو ارامه چاپيريال رامنځته شي.