د کابل پرونیو چاودنو ته محمدنبي، راشدخان او رحمن الله ګربز غبرګونونه ښوودلې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

پرون پنجشنبه مازدیګر د کابل حامد کرزي هوایي ډګر ته نژدې دوو چاودونو د عامو افغانانو او امریکایي پوځیانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګژوبله واړوله.

 

د وروستیو رپوټونو په اساس په یاده پېښه کې ۹۰ کسان وژل شوي او تر ۱۶۰ پورې نور کسان ټپیان دي.

 

د امریکا دفاع وزارت چارواکو تائید کړې ده، چې دې برید کې ۱۳ امریکایي پوځیان هم وژل شوي دي.

 

تر خونړیو پېښو وروسته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلو نامتو لوبغاړو محمدنبي، راشدخان او رحمن الله ګربز پر خپلو ټولنیزو رسنیو دا بریدونه غندلي او دا یې لوی ظلم او د افغانانو پر وړاندې ستر خیانت یاد کړی.

۱- محمدنبي

 

محمدنبي پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې:

 

‹‹‏یا لویه خدایه! یا رحمان یا رحیمه! دې ملت د درونو انتهاوې هم په خپلو دردېدلو سترگو ولیدې او د ژوند ټولې ترخې او ستر مصیبتونه هم تجربه کړل. نور په دې ملت خپل رحم وکړې! نور مې دا غمځپلي او دردیدلي بیچاره او بې ځواکه هېوادوال له آفتونو او مصبیتونو وساتې!یا لویه خدایه! نور د وینو دا لښتې ودروې! ته نور په دې بیچاره او همیشه ځوریدلي وطن رحم وکړې او د داسې وحشي کړنو ظالم عاملین نیست‌ونابود او خپل غضب گرفتار کړې.››

 

۲- راشدخان

 

راشدخان پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې لیکلې:

 

‹‹کابل یو ځل بیا وینه توییږي – د افغان وژنه بنده کړئ.››

 

 

۳- رحمن الله ګربز

 

رحمن الله ګربز پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې:

‹‹د کابل په هوایي ډگر کې خونړی برید لوی ظلم او خیانت دی، له زړه یې ودردولم او ښه سخت یې ودردولم، خدای تعالی دې ددې ستر وحشت عاملین پخپل غضب گرفتار کړي. یا لویه خدایه! ډیر وغمېدو! ډیر وکړیدو! نور مونږ هم د لږ آرام او سوکاله ژوند حقدار وگڼه.››