د افغانستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ درې یوورځنۍ لوبې د افغانستان په کوربتوب سریلانکا هیواد کې پلان شوي وې، خو د لوژیستیکي ستونزو له امله په دویم پلان کې باید په پاکستان کې ترسره شوي وای، چې افغان لوبډله ددې اونۍ په وروستیو کې پاکستان ته د طورخم له لارې تله.
د سوپرلیګ برخه دا لوبې، چې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له درېیمې نېټې څخه پلان شوي وې، اوس په راتلونکې ۲۰۲۲م کال کې ترسره کیږي.
د یادو لوبو ترځنډېدو وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس حامد شینواري وویل، له ډېرو مشورو وروسته دواړو لورو د اوسنیو حالاتو او د لوبغاړو ذهني روغتیا په نظر کې نیولو سره پرېکړه وشوه، چې لوبې وځنډوو.
خو یو شمېر سرچینو راپور ورکړی، چې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړو په غوښتنه دا سیالۍ لغوه شوې؛ ځکه دوی نه غواړي په خپل کوربتوب پلان شوي سیالۍ په دې حساسو شرایطو کې پاکستان کې وکړې.
دا سیالۍ وروسته له هغه ځنډول کیږې، چې د نوي حکومت د رامنځته کېدو سره سم د کابل هوایي ډکر څخه د ګڼې ګوڼې له امله ملکي سفر ندی ترسره شوی.
رحمنالله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمتشاه، حشمتالله شهیدي، نجیب ځدران، ابراهیم ځدران، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عضمت عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوینالحق، مجیب ځدران، فضلحق فاروقي، نوراحمد لکڼوال، حضرت الله ځاځی او نورعلي ځدران هغه لوبغاړي دي، چې د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې لوبډله کې شامل دي.