فوټبال؛ افغان فوټبال لوبډله نن د بنګله‌دېش سره لوبیږي

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله نن ماښام ۶:۳۰ بجې د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه د بنګله‌دېش ملې لوبډلې سره لوبیږي.

دا لوبه د قطر د دوحې ښار په «جاسم بن حمد شهر» فوټبال لوبغالي کې ترسره کیږي، چي لمر ټلوېزیون به یې په ژوندۍ بڼه خپره کړي.

د افغان فوټبال ملې لوبډلې روزونکي انوش دستګیر په خپلو پرونیو څرګندونو کې ویلي، موږ د ټولو هیوادوالو له وجې دلته یو او افغانستان یوازي د جګړې ډګر نه؛ بلکي د اتلانو ځای دی او په ننۍ لوبه کي به موږ ګټونکي یو.

ددې ترڅنګ د افغانستان د فوټبال ملې لوبډلې لوبډلمشر فرشاد نور بیا ویلې، موږ په خپلو لوبغاړو باور لرو، چي په ننۍ لوبه کې به ګټونکي سو او موږ له هیڅ لوبډلې څخه وېره نه لرو.

 

https://www.facebook.com/affofficial/photos/a.211648655569340/4141404842593682/?__cft__[0]=AZWbBU-qG8UuIN39I3s37p6LCmkPJHFj4OAM7FsFDFOtd9Q2T7cyhZhvfMTEFUj0x03He_rcdV5X82q9IpYtEo0GP2MI1797DwdJPR7Eg0PtQuKGOgNqVXnBx88rBwne7SIs4KWV8zbHzKHxKkTN8E-E&__tn__=EH-R

 

د افغان فوټبال لوبډلې چمتوالی

 

افغان فوټبال ملې لوبډلې د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه ننۍ او عُمان او هند پر وړاندي راتلونکو لوبو ته د چمتوالي په موخه متحده عربي امارتو کي ۱۴ ورځنی تمریناتي کمپ او له اندونیزیا او سنګاپور فوټبال ملې لوبډلو سره دوې دوستانه لوبې وکړې.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ دوستانه لوبه کې اندونیزیا ته ۳ ګولونه پر ۲ ماتې ورکړه، خو د سنګاپور  سره یې بیا ۱ ګول پر ۱ ګول لوبه مساوي پای ته ورسوله.