د افغانستان په وړاندې لوبو ته د زیمبابې لیوالتیا!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: محمدصابر حمیدي
زیمبابې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې سره په خپل کوربتوب ۵ شل اوریزه لوبې درلودې، خو د کورونا ویروس له امله لا هم د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
که څه هم د یادو لوبو په اړه لا تراوسه رسمي نېټه نده معلومه چې څه وخت به ترسره شي، خو زیمبابې ملې لوبډله لیواله ده، چې د افغانستان سره یادي شل اوریزه لوبې ترسره کړې.
زیمبابې کرکټ بورډ د خپل دولت څخه غوښتي، چې اجازه ورکړي د ۵ شل ارویزه سیالیو لپاره د افغان کرکټ ملې لوبډلې کوربتوب وکړي.
یاران uncategorized 713 د افغانستان په وړاندې لوبو ته د زیمبابې لیوالتیا!
خو د زیمبابې دولت تر اوسه په دې تړاو څه ندي ویلې.
د زیمبابې کرکټ بورډ وايي، د افغانستان سره دا سیالۍ ځکه ورته ارزښت لري، چې کورنیو سیالیو ته یې لاره پرانیستل کیږي.
افغان کرکټ بورډ څو اونۍ مخکې یاران ته ویلې وه، چې ملې لوبډله د زیمبابې سره روانه جولای میاشت ۵ شل اوریزه سیالۍ لري، خو ددې امکان شته، چې کورونا ویروس یې تر نامعلومي نېټې پوري وځنډوي.
یاران uncategorized 714 د افغانستان په وړاندې لوبو ته د زیمبابې لیوالتیا!
له هغه وروسته بورډ په دې تړوا بیا خبرې ندي کړي.
افغان کرکټ ملې لوبډلې په همدې تړاو یو میاشتنی تمریناتي کمپ هم ترسره کړ او وروسته د ټولو لوبغاړو د کورونا ټیسټونه هم وکتل شول، چې ټول منفي وه.