د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې افغان لوبډله او درې سیالۍ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو یوورځنیو لوبو ته پرون جمعه خپله ۱۷ کسیزه لوبډله د حشمت‌الله شهیدي په لوبډلمشرۍ اعلان کړه.

په دې لوبډله کې صدیق‌اتل، شاهد کمال، نوراحمد لکڼوال، فضل حق فاروقي او عبدالرحمن هغه ځوان لوبغاړي دي، چي د لومړي ځل لپاره ملې لوبډله یې د یوورځنیو لوبو په سکواډ کي اخلي، خو بل پلوه د ملې لوبډلې دوه پخواني لوبډلمشران ګلبدین نایب او اصغر افغان په یاده لوبډله کې نه‌دي اخیستل شوي.

افغان کرکټ بورډ د یادي لوبډلې تر اعلانولو وروسته رسنیو ته ویلې، دغه لوبډله یې د څو اونیو تحلیل او تجزیې، بحثونو او د یو ـ یو لوبغاړي ټولو اړخونو سنجولو او همدارنګه ټولو اړوندو اړخونو ته په کتو برابره شوې، چي په خبره یې دوی ډاډه دي، اعلان شوې لوبډله به یې د پاکستان پر وړاندې ښه ولوبیږي.

 

اعلان شوې ۱۷ کسیزه لوبډله

 

رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمت‌شاه، حشمت‌الله شهیدي، نجیب ځدران، ابراهیم ځدران، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عضمت‌ عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین‌الحق، مجیب ځدران، فضل‌حق فاروقي او نوراحمد لکڼوال.

احتیاطي لوبغاړي: یوسف ځاځی، سلیم صافی، شراف الدین اشرف او قیس احمد.

 

 

 

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان راتلونکې درې سیالۍ

 

ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې افغان کرکټ ملې لوبډله درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

دا لوبې د روان ۲۰۲۱م کال د سیپټمبر میاشتې له لومړنۍ نېټې څخه بیا تر اوومي نېټې پورې ترسره کیږي.

ددې درې سیالیو کوربتوب افغانستان ته وردغاړی دی، چې په سریلانکا هیواد کې به ترسره شي.

افغان کرکټ ملې لوبغاړو دې سیالیو ته د چمتوالي په موخه په دوو پړاوونو کې تمرینونو ترسره کړل.