د افغانستان په زندانونو کې د افغان او بهرنيو بنديانو شمېر

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د محبسونو د چارو تنظيم ادارې په زندانونو کې د بنديانو ارقام خپاره کړي دي.

د بي بي سي د خبر له مخې د هيواد په ټولو محبسونو کې ۲۹۲۴۸ کسان بنديان دي چې ۱۶۴۴۶ کسان نارينه او نورې ښځي دي.

د افغانستان په ټولو محبسونو کې ۲۸۱۲۵ افغان بنديان شتون لري چي د هغوی له ډلي ۳۶۹۳ بنديان د وسلوالو طالبانو اړوند دي.

د زندانونو د چارو د تنظيم اداره وايي چې په زندانونو کې ۱۹۹ بهرني کسان سته، ۴۹۷ د داعيش ډلي بنديان سته او د القاعده شبکې هيڅ زنداني هم ورسره نسته.

دغه اداره وايي چې د بنديانو لپاره به د زده کړې لړۍ ډېر ژر پيل کړي ،د دوی په خبره هر بندي چي تر هري سويې پوري زده کړي کړي وي له هماغه ځايه به ورته پروګرام پيليږي چې تر بشپړېدو وروسته به ورته د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د فراغت اسناد ورکول کېږي.

همدارنګه د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې ويلي چې د بنديانو د درملنې لپاره د ولسمشر غني په امر ۵۰ بستريز روغتون جوړسوی چې تر ۴۰۰ پوري په نشه روږدي زندانيان پکښې رغېدلي دي.