د افغان ډاکټرانو د تخصصي او مدیریتي دندو لپاره طرحه جوړیږي

سپینه تجريدي ډیزاین

راپور: بشر درویش
د افغانستان په روغتونونو کې د ډاکټرانو د تخصصي او مدیریتي دندو د تفکیک لپاره د یوې طرحې جوړیدو غوښته شوې ده.
دا غوښتنه د افغانستان د کابینې په پرونۍ ناسته کې شوې.
دې ناسته کې کابینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته دنده وسپارله چې عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ په روغتونونو کې د ډاکترانو د تخصصي او مدیریتي دندو د تفکیک لپاره یوه طرحه ترتیب کړي.
یاران uncategorized 672 د افغان ډاکټرانو د تخصصي او مدیریتي دندو لپاره طرحه جوړیږي
له بله پلوه په دې ناسته کې عامې روغتیا وزارت ته وویل شول چې د امکان تر کچې په وړیا ډول د هغو هیوادوالو ټېسټ کولو کې همکاري وکړي چې د هوایي ډګرونو له لارې بهر ته سفر کوي.
د ډاکټرانو د تخصصي او مدیریتي دندو د تفکیک خبره داسې مهال کیږي چې ویل کیږي تر اوسه دا تفکیک نه دی شوی او له امله وړ کسان مناسبو ځایونو ته نه دي ورغلي.
په عین حال کې ټینګار کیږي چې طرحه دې د نورو په شان کاغذي طرحه نه پاتې کیږي، له تفکیک سره دې وړ او اهل کسان ځایونو ته ورکړل شي څو وشي کړای چې خدمات په ښه او منظم ډول ترسره شي.