افغان ۱۹ کلن ملي ټيم د سیالیو لپاره تاجکستان ته ولاړ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د مسئولینو په خبره د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه د چهارشنبې په سهار تاجکستان هیواد ته ولاړه.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د فوټبال دا دوهم پړاو سیالۍ دي، چي د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ راتلونکې جمعې ورځ د تاجکستان په مرکز دوشنبې کي پېلیږي او تر ۶ ورځو دوام وروسته د رواني اګسټ میاشتي په ۱۵مه نېټه پاي ته رسیږي.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لوبیږي.
افغان ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ ماپښين ۴:۳۰ بجې د ترکمنستان په وړاندي، دوهمه لوبه به د راتلونکې شنبه پر عیني وخت د ازبکستان په وړاندي، درېیمه لوبه به راتلونکې دوشنبه ماښام ۷:۳۰ بجې د کوربه تاجکستان په وړاندي او څلورمه لوبه به بیا راتلونکې سې شنبه ماپښین پر ۴:۳۰ بجې د ایران په وړاندي ترسره کړي.
په دې سیالیو کي به دوه افغان لوبڅاران حلیم آقا شېرزاد او محمد شریف سروري په یو شمېر لوبو کي لوبڅاري هم وکړي.
67720681_2461667493900767_3071303707183284224_n.jpg
یادو لوبغاړو ته د سفر پر مهال د فوټبال فدراسیون مسئولینو د ښه لوبېدو هیله وښوده.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د مرکزي آسیايي سیالۍ داسي مهال ترسره کیږي، چي څو ورځي مخکي د ۱۶ کلنو ترمنځ هم د مرکزي آسیايي سیالۍ ترسره سوې.
په هغه کي افغانستان د دوو بریاوو، دوو ماتو او یوې لوبي په مساوي کولو سره څلورم مقام خپل کړ.
له افغانستانه ذکریا حسیني په ۳ ګولوهنو سره د یادو سیالیو ګولوهونکی لوبغاړی وټاکل سو.