د ننګرهار لوبډله بهر شوه؛ بلخ پایلوبې ته لاړ او نن به یو بل ټیم هم فاینل ته لار ومومي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» پیل شویو ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لمړۍ نیمه پای لوبه کې بلخ لیجنډز لوبډله د ننګرهار لیوپرډز خلاف په ریکارډ بریا سره پای لوبې ته ورسیده.

 د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په ۲۰ مه لوبه کې بلخ لیجنډز لوبډلې د ننګرهار لیوپرډز خلاف د ټاس په ګټلو سره د لمړۍ توپ وهنې پریکړه وکړه، چې د درویش رسولي د ۷۸، کریس ګیل ۵۴ او لوبډلمشر محمد نبي عیسی د ۴۷ برید کوونکو منډو پرمټ ۲۳۵ منډې جوړې کړې او ننګرهار لوبډلې ته یې د ۲۳۶ منډو هدف ورکړ.

د ننګرهار لوبډلې لخوا د هدف په ځوابي لوبه کې د منډو پر ځای په پرلپسې ډول د ویکټو غورځیدل پيل شول، چې ټوله لوبډله یې په ۶۴ منډو وسوځیده.

 په دې سیالۍ کې د ننګرهار لیوپرډز یا پړانګانو لوبډله نه یواځې په ماتې سره پای لوبې ته له ورتګ څخه پاتې شوه؛ بلکې د پیل شوي لیګ سیالیو تر ټولو په کمو ۶۴ منډو د سوځیدو ریکارډ هم ثبت شو.

 بلخ لیجنډز لوبډله به اوس د محمد نبي عیسی خیل په کپتانۍ او د شپږیزو پاچا ویسټ انډیزي کریس ګیل په شتون کې پای لوبه کې د پکتیا پینټرز یا هم د کابل ځوانانو لوبډلې خلاف د سیالۍ انتظار کوي، تر څو په وروستۍ لوبه کې سره مخامخ شي.

د دواړو کابل ځوانانو او پکتیا پینټرز لوبډلو ترمنځ د لیګ دویمه نیمه پای لوبه نن ترسره کیږي، چې ترې بایلونکې لوبډله له دغه لیګ سیالیو څخه بهر کیږي.

 د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو وروستۍ پای لوبه به هم د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.