د افغانستان کرکټ بورډ افغان لوبغاړو ته په کابل ولایت کي د چمتوالي ۱۵ ورځنی تمریناتي کمپ پيل کړ، چي ورڅخه موخه یې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو لوبو ته چمتوالی دی.
افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، په یاد ۱۵ ورځني تمریناتي کمپ کې به افغان لوبغاړو ته د ملي روزونکو له لوري په توپوهنه، توپاچونه او ډګر ساتنه کې ځانګړي تمرینونه ورکول سي.
یاده اعلامیه کي راغلې، چي په دې روزنیر کمپ کي ۳۰ لوبغاړي شتون لري، چې پکې تر ډېره ځوان لوبغاړي شتون لري.
اعلامیه کې راغلي:
«همدارنګه یاد کمپ ته د چټکو توپ اچونکو پروسې (هنټ) څخه هم پنځه غوره توپ اچونکي اخستل شوي؛ ترڅو دتجربه لرونکو لوبغاړو سره د مهارت لوړونې په یاده پروسه کې برخه واخلي او له ملي لوبغاړو او روزونکو څخه زده کړه وکړي.»
په دې تړاو د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو ته نوي ټاکل شوي لوبډلمشر حشمتالله شهیدي ویلي:
«یاد روزنیز کمپ د پاکستان پر وړاندې لوبو لپاره د لا ډیر چمتوالي په موخه په لاره اچول شوی، ترڅو د ملي روزنکو لخوا د لوبغاړو په تخنیکي برخو کار وشي. نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان سره لوبې زمونږ لپاره ډیرې اړینې دي او زمونږ ټوله هڅه به دا وي چې په دغو سیالیو کې په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کړو او بریاوې ترلاسه کړو.»
ددې ترڅنګ اعلامیه کې راغلې، دغه روزنیز کمپ ته لوبغاړي د غوراوي پروسې د معیارونو لکه دیسپلین، تکړښت (فټنس) او پخوانۍ کارکرده ګۍ ته په کتو غوره شوي او په دغه کمپ کې شاملو لوبغاړو د تکړښت YO-YO ټېسټ کې له بریالیتوب وروسته د ګډون حق ترلاسه کړی.
https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/photos/pcb.2958000101121235/2957964907791421/?__cft__[0]=AZWNbMmRCv0M5CmOrAdmTJnFZWNOY2X5fVA0C2Lbtl26V3rpW_AhjXWQeM1Cd7Cf9miwRFm9JyBsK7PtnMxtSf_evKCEaj8e1cjFmtA0UT4TgOF0zsDgIfdRN_6IUvs9tovpkfnOrc9CwXGQQawZriQI&__tn__=*bH-R
د افغانستان او پاکستان لوبې
څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک خبر ورکړ، چې د روان ۲۰۱۹م کال په سیپټمبر میاشت کې افغان کرکټ لوبډله له پاکستان سره درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.
ښاغلي هوتک ددې ترڅنګ وویل، سږ کال به ملې لوبډله د پاکستان ترڅنګ اسټرالیا، هند او ویسټ انډیز هیوادونو سره هم ولوبیږي.