موږ له ښځو سره څه کوو؟ د افغان میرمنو ناتمامې ستونزې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ښځو وهل، ټکول، په بدو کې ورکول، تعلیم ته نه پرېښودل، په زوره او په کم عمر کې يې واده کول او د یوې متاع په توګه ورته کتل هغه منفي دودونه دي چې په ټولنيزه کچه خورا نه زغمونکې ستونزې راولاړې کړې او په کورنۍ او ټولنه کې يې ثبات له ګواښ سره مخ کړی دی.
ښځه نیمه نړۍ ده، هغه نیمه نړۍ چې هم د مور، هم د خور، هم د لور او هم د مېرمن په توګه د یوې ټولنې د جوړښت سبب ګرځي.
ښځه د يوې مور په توګه په هره ټولنه کې خپل ځانګړی ځای او ارزښت لري. په هغو ټولنو کې چې ښځو په تېره ميندو ته په پوره درنه سترګه کتل کېږي، لوی لامل يې دا دی چې په خپله غيږه کې يې اتلان، نوابغ او پوهان روزلي دي.
په ځینو ټولنو کې د ښځې یا د مور د درناوي او ارزښت ورکولو معیار توپير لري.
په ځينو ټولنو کې مور ته په ډیره درنه سترګه د کتلو مینه څرګندېږي او ويل کېږي چې جنت د مور تر قدمونو لاندې ده، خو دغه مینه څرګندولو کې د پوښتنې وړ خبره دا ده چې موږ څومره د خپلو میندو نظرونو، فکرونو او غوښتنو ته درناوی کړی او آیا هغه څه چې هغوی وايي موږ يې د پلي کولو زحمت په ځان منلی؟
ښځه یوه لور ده چې په پيدايښت يې خداى ج په هغه کور باندې رحمت وروي، خو موږ په دې حقیقت باندې په پوهېدلو سره هم د هغې په زوکړه خوښي نه څرګندوو، څومره مو چې وسه وشي، هڅه کوو چې لکه يوه بندۍ د کور په څلورو دېوالونو حصاره وساتو او هر هغه حق چې لري سترګې پرې پټوو. میراث کې برخه نه ورکوو، د خوښې ژوند ته يې نه پرېږدو، تعلیم ته يې نه پرېږدو، جنایت خپله کوو او په بده کې يې هغه ورکوو.
ميرمن چې د ژوند تر ټولو خوږه او باوري ملګرې او د کور یوه ستنه ګڼل کېږي، ډېر ځله په ګڼو ټولنو کې هڅه کېږي چې دغه مقام ور نه کړل شي. ښځه ځان د ژوند د ملګري د کور ستنه ګڼي او هڅه کوي چې په هیڅ ډول هم دغه کور ونه نړېږي، ځکه د کور له رانړېدو سره د هغې د ژوند د ختمېدو امکان هم شته.

ښځه لکه نارینه یو انسان ده، حق لري چې له ټولو هغو انساني اسانتیاوو برخمنه اوسي، چې نارینه يې غواړي او یوازې د یوې متاع په سترګه وته ونه کتل شي. دا مهمه خبره ده، ځکه که ښځه له هغو اسانتیاوو بې برخې ګرځول کېږي چې خپل دین ورته ورکړي، ثبات او توازن ته صدمه وررسېږي، چې بیارغول يې ډېر ستونزمن وي.
ډېری په دې اند دي چې نن سبا چې زموږ او ځينې نورې ټولنې د ښځو د ځان وژنې( چې تر ټولو یو ناوړه عمل دی)، ځان سوځونې، له کوره د تېښتې او ګڼو نورو کورنیو دوامدارو جنجالونو سره مخ دي، یو علت يې هم دا دی چې د کورنیو په کچه څوک د یو او بل او د ښځو نظر نه اوري.
که موږ د خپل مبارک دين له نظره چې اسلام دی او ښځو ته يې د ژوند کولو ټول اړين حقوق ورکړي دي، دغه حقوق په ځای کړو، بې له شکه چې لومړی د کورنۍ او بیا د ټولنې په کچه د ګڼو تاوتریخواليو د رامنځته کېدو مخه نیولی شو او ښځې به له اوسنیو ناحوالو او ګواښونو خلاصولای شو لکه وهل، رټل، په ولور او بدو کې ورکول او داسې نور.
بي بي حوا ښځه وه، بي بي مريم ښځه وه، بي بي امنه ښځه وه، بي بي خدیجه ښځه وه، بي بي عايشه ښځه وه چې دا هره یوه مبارکه د خدای او پیغمبرانو په نزد د ځانګړي مقام خاوندانې وې.
موږ د خپل عصر اتلانې لکه زرغونه انا، نازو انا، ملالۍ میوندۍ او داسې نورې ښځې هم هيڅکله هېرولای نه شو، هغه اتلانې چې تل يې په خپلو کارنامو سره لومړی د کورنۍ او بیا د ټولنې د ژوند د سمبالښت او لوري ورکولو په پار نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

د منفي دودونو پالل نه یوازې دا چې د ښځو حقونو ته یو ګواښ دی، بلکې د کورنۍ او ټولنې په کچه د سختو او نه زغمونو ستونزو د رامنځته کېدو یو اصلي علت هم دی.
موږ ته په کار ده چې ښځې او نر یو د بل حقوق وپېژنو او درناوی يې وکړو او د کورنۍ او ټولنې په کچه د ثبات رامنځته کېدو سبب وګرځو.