کرکټ بورډ ویلي چې په کابل نړیوال لوبغالي کې یې له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو لپاره د لس ورځني تمریناتي کمپ زمینه برابره کړې او د اپرېل په شپږمه نېټه د سه شنبې په ورځ پیل شو.
کرکټ بورډ د دې کمپ په اړه خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي؛
« د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي څانګې له لوري له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو لپاره کابل کرکټ لوبغالي کې د مهارتونو لوړولو په موخه تمریناتي کمپ پيل شو، چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي.
پدې تمریناتي کمپ کې به لوبغاړي خپلمنځي لوبې کوي چې د لوبغاړو د مهارتونو لوړولو او تجاربو زیاتوالي په موخه به د ملي د لوبډلې لوبغاړي هم ورسره ولوبیږي.
د ویلو ده، چې د پلان په اساس به د کرکټ بورډ له لوري یادو لوبغاړو ته د نورو تمریناتي کمپونو زمېنې هم برابرې شي».
نولس کلنو لوبډله او د جوړولو لپاره یې هلې ځلې
۲۰۱۸ کال کې د افغانستان نولس کلنو لوبډله په نیوزیلېنډ کې په نړیوال پنځوس اوریز جام کې ولوبېده.
دا مهال لوبډله پیاوړې وه، ځکه د رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، نوین الحق، قیس احمد، عضمت الله عمرزي، عبدالرحمن، دروېش رسولي او ځېنو نورو پیاړو لوبغاړو شتون و.
په دې نړیوال جام کې افغان لوبډله تر نیمه پایلوبې رسېدلې وه او په نیمه پایلوبه کې یې له اسټرالیا څخه ماته وخوړه، چې ښه کارګرده ګي د اسټرالیا لپاره جېک اېډوارډز وکړه او پر افغانستان یې چټکه توپوهنه وکړه.
دې جام کې افغانستان د نړۍ په ۱۶ لوبډلو کې څلورم ځای خپل کړ.
۲۰۲۰ کال او نړیوال جام کې د افغان لوبډلې مقام
۲۰۲۰ کې افغان لوبډله په افریقا کې د فرحان ذاخېل تر لوبډلمشرۍ لاندې ولوبېده، چې افغان لوبډلې پکې اووم مقام خپل کړ.
دا مهال ورسره په لوبډله کې شفیق الله غفاري په توپ اچونه کې ډېره مرسته وکړه او د ټورنمنټ د غوره بالرانو په قطار کې و.
یعنې د ۲۰۱۸ په پرتله په ۲۰۲۰ کې افغان لوبډله کمزورې وه.
د نولس کلنو راتلونکی نړیوال جام
د نولس کلنو راتلونکی نړیوال جام په ۲۰۲۲ کې په ویسټ انډیز کې ترسره کېږي، چې افغانستان په ګډون به پکې ۱۶ لوبډلې برخوالې وي.
دا به څوارلسم پړاو نړیوال جام وي.
د نولس کلنو لپاره تراوسه پورې شل اوریز جام نه دی ترسره شوی او ټول پنځوس اوریز ترسره کېږي، چې هر دوه کاله وروسته یو جام ترتیبیږي.
په دې جام کې اسټرالیا، افغانستان، ویسټ انډیز، بنګله دېش، هند، انګلستان، نیوزیلېنډ، پاکستان، سویلي افریقا، سریلانکا او زِمبابوې لوبډلې شاملې دي او پنځه نورې لوبډلې به غوراوی کوي.
د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټه او د لوبډلې انتخاب
که څه هم له نړیوال جام وړاندې لوبې یا سیریزونه کېږي او کمپونه به هم په داخلي او هم په بهرنۍ کچه ترسره شي، خو افغان کرکټ بورډ ته پکار دي، چې د ویسټ انډیز نړیوال جام ته داسې لوبډله تیاره کړي، چې هم د فسټ بالېنګ له پلوه او هم د چټک توپوهونکي ولري.
مطلب دا چې داسې توپ وهونکي باید مونږ ولرو چې په چټکو ویشتن ځایونو کې تېز وي، ښه توپوهنه پرې وکولای شي او چټک بالران وټکوي.
ځکه د ویسټ انډیز کنډېشن او پیچونه نسبت اسیایي پیچونو ته تېز دي او باید وړ لوبغاړي ورته انتخاب شي.
د نولس کلنو ملي لوبډلې لپاره تېر تمریناتي کمپونه
د دې لوبډلې د جوړولو لپاره د ۱۳۹۹ کال په وروستیو کې په جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کې تمریناتي کمپ ترسره شو.
په دغه کمپ کې حزب الله درانی د لسګونو لوبغاړو په منځ کې یو هغه و، چې په ټاپ یا غوره توپوهونکو کې راغی.
د نولس کلنو د غوراوي کمېټې د مشر رئیس احمدزي او د مرستیال دولت احمدزي په شتون کې یې ناسوځېدلې سلیزې جوړې کړې او بالاخره دوی ډیلیئر کړ.
له ده سره په خوا کې د الله نور په نامه توپوهونکی خورا ښه وځلېد او ښې منډې یې جوړې کړې.
لوبډلې له کمپ وروسته د ننګرهار له والي ضیاء الحق امرخېل سره وکتل، چې رئیس احمدزي ورته د حزب الله یادونه وکړه او د هغه ستاینه یې وکړه.
والي هم وویل چې دا ځوان به د افغانستان لپاره یو اتل جوړېږي او له څېرې څخه برېښي چې ښه کرېکټر دی.
د نولس کلنو لوبډلې د جوړښت په تړاو دویم کمپ
د ۱۳۹۹ کال د دلوې میاشتې په اوږدو کې په کابل کې بل تمریناتي کمپ ترسره شو، چې په دې تمریناتي کمپ کې هم لوبې وشوې.
په دې لوبو کې هم حزب الله درانی په پنځه غوره توپوهونکو کې و، چې په څلورو لوبو کې یې ۲۰۱ منډې وکړې او په هره لوبه کې یې اورېج یا اوسط منډې له پنځوس زیاتې دي.
نو کرکټ بورډ ته پکار دا ده، چې د انصاف په تله تول وکړي او هغه لوبغاړي واخلي، چې په کمپونو کې ښه ځلېدلي دي.
دا چاره کولای شي، چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د ویاړ سببونه شي او بېرغ رپانده کړي.
په دې سره هم د افغانستان، هم د لوبغاړو او هم د رهبرۍ د غړو نوم او نښان پورته کېږي او د تاریخ تر هسکو رسېږي.