افغان تکواندو کارانو په ۳۷ هیوادونو کي لومړی مقام خپل کړ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د اُردون په هیواد کي د الحسن کپ په نوم د ۳۷ هیوادونو ترمنځ د تکواندو په نړیوالو سیالیو کي افغان ځوان تکواندو کارانو ۸ بیلابېل مډالونه وګټل، چي په دې سره ئې تر نورو هیوادونو زیاتي نمرې خپلي کړې او اتلولۍ ته ئې ځان ورساوه.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي په دې سیالیو کي افغان ځوانانو ۳ د سرو زرو، ۳ د سپينو زرو او ۲ بیا د برنزو مډالونه خپل کړل.
په دې سیالیو کي له افغانستان ۹ لوبغاړو ګډون کړی وو او ۸ لوبغاړو پکښي مډالونه خپل کړل.
چي له ډلي ئې احسام رحیمي، فرزاد منصوري او مرتضی صالح د سرو زرو، خالد بسم الهی، شهرام خاکسار او اُمید سهاک د سپینو زرو، خو محمد وسیم نېکزاد او نثار احمد امرخېل د برنزو مډالونه ترلاسه کړل.
د تکواندو په دې سیالیو کي ۹۸۲ نارینه او ښځینه لوبغاړو د ۳۷ هیوادونو څخه ګډون کړی وو، چي پکښي لویانو، ځوانانو او نوي ځوانانو برخه درلوده.
د تکواندو دا لوبي د تکواندو نړیوال او آسیايي فدراسیون تر پروګرام لاندي ترسره سوې، چي اتلي لوبډلي ته ۱۰، دوهم مقام ګټونکي ته ۶ او د برنزو مډال ګټونکو ته ۳ نمرې ورکول کیږي.
د یادولو وړ ده، چي تیره اونۍ د تکواندو دې نوي ځواني لوبډلي په ۳۲ آسیايي سیالیو کي د ۳ مډالونو په ګټلو سره ۵م مقام خپل کړی وو.