په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ اسیايي شورا لخوا د افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ په ۵۰ اوریزه سیالیو کې د افغان لوبډلې د ګډون سفر پای ته ورسید.
د کرکټ اسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو لوبو کې افغان لوبډلې په خپل دویم ځل ګډون سره د تیر په پرتله څو چنده ګټه وکړه، چې پکې د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ یې د سریلنکا لوبډلې ته هم د لمړي ځل لپاره ماته ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په خپل دې سفر کې نه یواځې د سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ته ماتې ورکړې؛ بلکې ورسره یې هندۍ او پاکستانۍ لوبډلو ته هم په سیالۍ کې د ماتې د خطر زنګ ووهو.
افغان لوبډلې د پاکستانۍ لوبډلې خلاف په خپلې بهترینې لوبې سره پاکستانۍ لوبډله تر وروستیو شیبو پورې را ایساره کړې وه، خو په سیالۍ کې د افغان لوبډلې د کمزورې ډګر ساتنې له کبله د ماتې سره مخ شوه.
بلخوا افغان لوبډلې په همدې سفر کې هندۍ لوبډله په خپلې وروستۍ سیالۍ کې د یو سخت حالت سره مخ کړه، چې بالاخره لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده.
د افغان لوبډلې لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې :
لاسته راوړنې:
۱ – د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ اسیا جام سیالیو کې دویم ځل ګډون د پوره لاسته راوړنو څخه ډک و، چې پکې د سریلنکا او بنګله دیش لوبډلو خلاف د بریاوو خپلول، پاکستانۍ لوبډله له یو سخت حالت سره مخ کول او د هندۍ لوبډلې خلاف د لوبې مساوي کول د افغانستان د کرکټ لپاره یو ښه زیری دی.
۲ – په دې سفر کې د افغان لوبډلې یو شمیر هغه توپ وهونکي لوبغاړي، چې له ډیر وخت راهیسې ترې منډې نه کیدې، په همدې سفر کې یو څه ټچ کې شول، چې پکې شهزاد محمدي، محمد نبي عیسی خیل او لوبډلمشر اضغر ستانکزی شامل وو.
شهزاد محمدي په ۵ لوبو کې د بنګله دیش خلاف د یوې نیمه سلیزې جوړولو ترڅنک د هندوستان پر وړاندې یوه سلیزه هم جوړه کړه، چې په نړیوال کرکټ کې یې ۵ سلیزه حساب شوه، چې ښايي د شهزاد محمدي لپاره دا سلیزه د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل» سیالیو کې د اخیستو ښه فرصت وشمیرل شي.
محمد نبي عیسی خيل، چې د کلونو راهیسې د افغان لوبډلې سره مل دی او د یو پیاوړي الراونډر لوبغاړي تمه ترې کیدای شي، له وروستي یو کال زیاتې مودې راهیسې یې له بیټ څخه منډې نه جوړېدې، خو د بنګله دیش او هندوستان خلاف سیالیو کې لکه د شهزاد محمدي ښه وځلید.
د افغان لوبډلې لپاره بله ښه خبره دا وه، چې لوبډلمشر اضغر ستانکزی له ډیرې مودې راهیسې «اوټ اف پام» یا منډې ترې نه کیدې، چې ورسره په ټولې لوبډلې یو څه تاثیر شوی و، خو نوموړی هم د اسیا جام سیالیو کې ښه وځلید، خو تر ټول ښې او زیاتې منډې د افغان لوبډلې لخوا په دې سفر کې حشمت الله شاهدي جوړې کړې، چې ورسره یې درې مسلسل نیمه سلیزې هم جوړې کړې.
نیمګړتیاوې:
د کرکټ اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په دویم ځل ګډون د سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو د ماتولو وروسته د کرکټ نړیوالو مبصرینو او مینه والو تمې زیاتې کړې، چې ښايي افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته ورسیږي او هم ورسره د اتلولۍ جام د خپلولو وړاندوینې شوې وې، خو هغسې ونشول.
افغان لوبډلې د اسیا جام سیالیو کې خپلو سیالو لوبډلو ته په توپ وهنه کې مناسب هدفونه ورکړل، خو د توپ اچونې په برخه کې د ستونزو له کبله یې په دغه جام کې مخکې تګ ونشو کړی.
که څه هم د افغان لوبډلې سپین بالینګ اوس په نړیواله کچه بهترینه اټیک شمیرل کیږي، خو په تیزه توپ اچونه کې افغان لوبډله د پوره ستونزو سره مخ وه.
افغان لوبډلې د اسیا جام سیالیو وړاندې خپل دوه تیز بالران دولت ځدران او وفادار مومند د ټپونو له امله وبایلل او د لوبډلې سره مل نشول، ورسره د شاپور ځدران نشتون هم تشه پریښې وه، چې د دغه لوبغاړو په نه موجودیت کې د لوبډلې سره افتاب عالم ملګری کړی و، چې نوموړی د فشار څخه په ډکه لوبه کې پوره د تاثیر لاندې وي او ښه بیلګه یې پاکستان لوبډلې ته په وروستي اور کې د ۱۰ منډو پاتې کیدل و.
افغان لوبډلې ته نه یواځې د تیزې توپ اچونې برخه کې ستونزه وه؛ بلکې د کلیدي لوبغاړي رحمت شاه زرمتي، نجیب الله ځدران، سمیع الله شینواري او احسان الله جنت مسلسل په توپ وهنه کې ناکامیدو سر دردی جوړ کړی او همدغه لامل و، چې افغان لوبډله له ۲۵۰ منډو څخه په پورته هدف ورکولو کې نه بریالۍ کیدې.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ راتلونکې دي، چې ورته د افغان لوبډلې د یو شمیر توپ وهونکو ناکامه توپ وهنې او تیزو توپ اچونکو نشتون سره له اوسه داسې اندیښنې را پیدا کړې دي، چې ښآيي په هغه ویشتن ځایونو افغان لوبډله په سیالیو کې د یو بل برخلیک سره مخ شي او یوآځې په دغه جام کې به ګډون کوي، خو د سیالیو د ګټې تمه دې نه کوي.