۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ کورنی کرکټ

د کورني کرکیټ اتل منیراحمد تېزي ۱۰۰۰ منډي او ۴ سلیزي پوره کړې.

د کورني کرکيټ اتل منیراحمد ته لا هم په ملي لوبډله کي نه چانس ورکول سو او نه هم چانس ورکول کیږي.

د غازي امان الله خان په کورني یو ورځنیو کرکیټ لوبو کي د بُست زون لوبډلي لوبغاړی منیراحمد کاکړ د څلورم ځل لپاره سلیزه ووهل او په ۲۳ لوبو کي یې تېزي ۱۰۴۴ منډي پوره کړلې.

منیرکاکړ ددې سیالیو په لړ کي ۵ نیمه سلیزي هم وهلي دي او په ټوله ۲۳ لوبو کي یې د منډو جوړولو اوسط خورا لوړ ۷۰ دئ.

ددې ترڅنګ منیراحمد په څلور ورځنیو یا فرسټ کلاس ۲۳ سیالیو کي هم پنځه سلیزي وهلي دي، او غوره لوبه یې د ۲۱۰ منډو ترسره کول دي.

په دې سیالیو کي د نوموړي د منډو جوړولو اوسط بیا ۶۰ دئ، چي دا هم لوړ اوسط بلل کیږي.

منیراحمد کاکړ د کندهار ولایت اوسېدونکی دئ، چي اوس مهال د بُست زون د لوبډلي سره لوبي کوي.

کاکړ د راسته لاس توپ وهونکی دئ او د ډګرساتني پر مهال د ویکیټ ساتني دنده ترسره کوي.

نوموړی ۲۳ کلن دئ او تراوسه د امو زون او د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلي لپاره لوبېدلئ دئ.

په دومره ښه استعداد سره نوموړي ته په ملي لوبډله کي لاڅه په الف لوبډله کي هم د لوبېدو چانس پوره نه دئ ورکول سوئ.

منیراحمد په تېر ۲۰۱۸ آسیا جام کي د ملي لوبډلي سره مل وو، خو کرکیټ بورډ په هیڅ یوه لوبه کي هم ونه لوباوه.

نن د بُست زون د آمو زون د کرکیټ لوبډلي سره لوبه ترسره کړه، چي بُست زون پکښي امو لوبډلي ته په دوو ویکټيو ماته ورکړه.

په دې لوبه کي د بُست زون لوبغاړو منیراحمد کاکړ او ناصر جمال د ۱۶۹ منډو ملګرتیا هم وکړل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.