د افغانستانستان اسلامي جمهوریت د سولې د خبرو اترو پلاوي مشر وايي، ددې اونۍ تر پایه جدي بحثونه پیلوي.
معصوم ستانکزي دا خبرې پرون دویمه پرلیکه ناسته د ( سولې بهیر د ملاتړ په برخه کې د اجماع تقویت) تر عنوان لاندې د ملي مصالحې عالي شورا د سیمه ییزو او نړیوالو چارو کمېسیون، د بهرنیو چارو وزارت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت جوړه شوې وه ګډون وکړ.
یاده شورا یوه خبرپاڼه کې زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم سانکزي افغانستان ته د سولې مرکچي پلاوي په راګرځېدو او بیرته دوحې ته پر تللو، د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو ا د اصلي اجنډا د نهایي کېدو په برخه کې د ناستې ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي ستانکزي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:
«د سولې اجنډا د تفسیم بندۍ په برخه کې بحث جریان لري او د دې اونۍ تر پایې به د دواړو غاړو له خوا پر هوکړه شویو موضوعاتو جدي بحث پیل شي.»
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو کورنیو او نړیوالو ګډونوالو په دې ناسته کې یو ځل بیا پر اوربند ټینګار وکړ او د سولې خبرو د کامیابۍ هیله یې څرګنده کړه.
دا په داسې حال کې ده چې ویل شوي له څو ورځو راهیسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب پلاوي ترمنځ خبرې نه دي شوي.
ویل شوي شاید ستر لامل یې د امریکا په سیاسي مشرتابه کې بدلون وي چې واک له ښاغلي ټرمپ، بریالي شوي نوماند جوبایډن ته سپارل کیږي. تر اوسه معلومه نه ده چې ایا ښاغلی بایډن به د افغان سولې په اړه د ټرمپ تګلارې ته دوام ورکړي، که نه وبه یې دروي.