افغان لوبډلې د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته چمتوالی پیل کړ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو دریو یوورځنیو لوبو ته د چمتوالي په موخه کابل کې تمریناتي کمپ پیل کړ.

 

https://www.facebook.com/1585279335059992/posts/3006994916221753/

 

 

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک ویلې، افغان کرکټ ملې لوبډله د پاکستان پر وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته پوره چمتو ده، چې د پروازونو د پیل کېدو سره سم به ډېر ژر سریلانکا هیواد ته سفر وکړي.

 

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان راتلونکې درې سیالۍ

 

ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې افغان کرکټ ملې لوبډله درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

 

دا لوبې د روان ۲۰۲۱م کال د سیپټمبر میاشتې له لومړنۍ نېټې څخه بیا تر اوومي نېټې پورې ترسره کیږي.

 

ددې درې سیالیو کوربتوب افغانستان ته وردغاړی دی، چې په سریلانکا هیواد کې به ترسره شي.

 

افغان کرکټ ملې لوبغاړو دې سیالیو ته د چمتوالي په موخه په دوو پړاوونو کې تمرینونو ترسره کړل او روانه اونۍ به سریلانکا ته سفر وکړي.

 

د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې ۱۷ کسیزه افغان لوبډله

 

رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمت‌شاه، حشمت‌الله شهیدي، نجیب ځدران، ابراهیم ځدران، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عضمت‌ عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین‌الحق، مجیب ځدران، فضل‌حق فاروقي او نوراحمد لکڼوال.

 

احتیاطي لوبغاړي: یوسف ځاځی، سلیم صافی، شراف الدین اشرف او قیس احمد.

 

د یادې لوبډلې تر اعلان څو ورځې وروسته، حضرت الله ځاځی او نورعلي ځدران هم لوبډلې ته وراضافه شول.