ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جن ساکي په حواله راپور ورکړی دی چې واشنګټن په پوره احتیاط سره د افغان سولې پروسه تعقیبوي.
هغې ویلي، دوی په دې باور دي چې طالبانو له امریکا سره د تېر کال هوکړې ته ژمنتیا نه ده ښودلې او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی نو پر همدې بنسټ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره شوې.
نوموړې له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې د افغان سولې پروسه روانه ده او دوی یې پایلو ته په تمه دي.
په ورته وخت کې د پنټاګون ویاند جان کربي هم ویلي چې د دفاع وزیر لویډ اسټین د دوحې هوکړه ارزوي او له خپلو افغان متحدینو سره په مکرر ډول په تماس کې دی.
نوموړي ویلي چې پنټاګون شوې هوکړه په جدي توګه ارزوي او د ارزونې تر پای ته رسېدو وروسته ښایي اړینې پرېکړي ترسره شي.
سپینه ماڼۍ داسې مهال دا خبرې کوي چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم له نیوز ویک سره په خبرو کې ویلي، د بایډن ادارې ته په کار ده چې د دوحې پر هوکړه عمل وکړي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکا خپل سرتېري تر مې میاشتې پورې له افغانستان و نه باسي، نو ښایي دا کار د بین الافغاني مذاکراتو پروسه زیانمنه کړي.
نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان هوکړې ته ژمن دي، خو امریکا یې پر ژمنو عمل نه دی کړی.
داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې امریکا بیا دوی د ژمنو پر نه عملي کولو او دغه راز د جګړې د نه کمولو له امله ملامت بولي او ټینګار کوي چې له همدې امله به د سولې پر هوکړه بیا کتنه کېږي.