هرات د افغانستان فوټسال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ شپاړس ورځې مخکې په کابل کې پيل شوي وې، چې په پایله کې پرون شنبه د هرات اتحاد لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د هرات اتحاد لوبډلې سره پایلوبې ته د کابل صداقت لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې د هرات اتحاد لوبډلې په یاده پایلوبه کې ۵ ګولونه پر ۳ د کابل صداقت لوبډلې ته ماته ورکړه او لومړی مقام یې وګاټه.
inbound4994342270677458730 هرات د افغانستان فوټسال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
 

د دې لیګ جایزې

ځوانمردانه لوبډله د بغلان خراسان لوبډله ونومول شوه.
جواد صفري د هرات اتحاد لوبډلې څخه د یادو سیالیو غوره ګول ساتونکی وټاکل شو.
inbound6203774820512047761 هرات د افغانستان فوټسال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
جواد حیدري د هرات اتحاد لوبډلې څخه د یادو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.
inbound6171443675934867831 هرات د افغانستان فوټسال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
سید مهدي هاشمي بیا د کابل صداقت لوبډلې څخه د یادو سیالیو زیات ګولوهونکی لوبغاړی وټاکل شو.
inbound2278141337419495956 هرات د افغانستان فوټسال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
په دې سره د هرات اتحاد لوبډلې د اسیا په سطحه د فوټسال سیالیو ته لاره پیداکړه، چې راتلونکې کې به د افغانستان په استازیتوب پکې ولوبیږي.