په ترکیه کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې ترکیې ژمنه کړې ده چې په پینځو کلونو کې به په کلني ډول سل میلیونه ترکي لېرې د افغانستان ملي پوځ د اړتیاوو د پوره کولو او تجهیزاتو لپاره د هغوی د اړتیاوو په پام کې نيولو سره له هغوی سره مرسته کوي.
د ترکیي رسنیو د راپور پر بنسټ، په انقره کې افغانستان سفارت ویلي، د مالي-نظامي همکاریو او د بلاعوضه مرستو د تطبیقي پروټوکول هوکړه لیک د افغانستان او ترکیې د استازو ترمنځ په انقره کې لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، ۱۵ میلیونه ترکي لېرې به د ملي اردو، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست د غړو پر ښوونې او روزنې ولګول شي. یاد سفارت زیاتوي چې ترکیه شاوخوا دوه میلیونه ډالر د افغانستان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې د ترکیې مرستې په پخوانیو تړونونو کې هر کال نږدې يو ميليون ډالره وې، چې دغه اندازه اوس مهال په هر کال کې ۳میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دغه تړونونه هر کال لاسليک کېږي، خو دا ځل د پینځو راتلونکو کلونو لپاره لاسليک شوی دی او دغه مرستې به د افغانستان د دولت د اړتیاوو پر بنسټ مصرفېږی.