د افغانستان حکومت وايي، تر هغې چې دایمي اوربند نه وي شوی، هیڅ طالب زنداني نه خوشي کوو.
دا خبرې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي کړي.
هغه پرون د افغانستان د سیاسي ګوندونو له استازو سره لیدلي او پر یو شمیر موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.
فضلي ویلي، دا ځل حکومت نه غواړي چې له یوه دایمي او سراسري اوربند پرته د طالبانو بندیانو د پنځو زرو هغو په شان خوشې کړي.
په دې وروستیو کې یو شمیر اوازې خپرې شوي چې د طالبانو ۷ زره زندانیان خوشې کیږي.
ترڅنګ یې ویل شوي طالبانو ویلي ول چې دوی وروسته له هغه د استانبول په غونډه کې ګډون کوي چې کله اووه زره بندیان یې خوشې شي.
له دې وړاندې ولسمشر غني او نورو لوړ پوړو مسوولینو هم د بندیانو اړوند ورته دریځ څرګند کړی دی.
طالبان وايي، له امریکا سره د هوکړې له مخې ددوی بندیان خوشې کیږي، خو تر اوسه امریکايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ټولنیزو شبکو کې خلکو دې خبرو ته غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې له اوربند پرته باید هیڅ طالب زنداني ازاد نه شي او باید وساتل شي.