- لیکنه: غازي عابد
پرون د سولې شورا د مشر کریم خلیلي په کور کې د هیواد یو شمیر سیاسي څیرو ګډه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار، کریمي خلیلي، ډاکټر عبدالله عبدالله، انور الحق احدي، محمد محقق او یو شمیر نورو څیرو ګډون درلود.
ناسته کې څه ویل شوي؟
د پخواني اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په رسمي فیسبوک پاڼه شیبه وړاندې یوه اعلامیه خپره شوې او په کې یې ځیني ټکي ذکر کړي.
د ډاکټر عبدالله په فیسبوک پاڼه لیکل شوي؛ دا چې هیواد اوس په حساسو شرایطو کې قرار لري او له دې وضعیته د بریالي وتلو او دایمي سولې او ثبات ته د رسیدو لپاره د هیواد هر وګړی مسوولیت لري چې کار او زیار وکړي.
اعلامیه وايي، دې سیاسیونو د سولې د رهبري کولو لپاره د یوې با صلاحیته مرجعې ایجاد او د نظرونو د همغږي کولو لپاره دا ټکي اعلان کړي:
۱- سوله د افغانستان یوه حیاتي او اساسي لومړیتوب دی، نو هیڅ ډول ننګونه یې باید مخکې خنډ وانه چوي. ترڅنګ ټول سیاسي لوري باید کوښښ وکړي چې د سولې هڅې چټکې کړي، څو داسې سولې ته ورسیږي چې د افغانانو په رهبرۍ وي.
۲- د سولې خبرې باید د افغانستان اسلامي جمهوریت له لورې پرمخ یوړل شي، چې همه شمول او ټول وړ، په کارپوه او باوري خلک او ټولې سیاسي خواوې په کې دخیل اوسي. ددې هئیت یو طرفه ټاکل نه تنها د سولې سره کومک نه کوي، بلکې دا پروسه له خنډونو سره مخ کوي.
۳- هغې ته په پام سره چې ددې اعلامې په دویم بند کې ذکر شوي، موږ یو هئیت ګمارلی تر څو د یوه پراخ، ټولشموله او قابل قبول هئیت د مذاکراتو لپاره وټاکي. له ټولو اړخونو هیله لرو چې ددې مذاکره کوونکي هئیت په پراخ، بشپړتیا او وړتیا ورکولو کې برخه واخلي.
۴- د ټاکنو بحران د سولې پروسه تر تاثیر لاندې راوستې، او ممکنه ده چې اوضاع نوره هم بحراني کړي، دا بحران باید د خبرو او تفاهم له لارې د افغانستان د ملي ګټو ته په پام سره په معقول او منطقي شکل سره حل کړای شي او خلک په دې برخه کې وړ ځواب ترلاسه کړي.
له دې خبرو څه پیغام ترلاسه کیدای شي؟
په پرونۍ ناسته کې هغه کسان راټول شوي ول چې د اوسني واکمن حکومت خلاف دي، ان د ډاکټر عبدالله په مشرۍ یوه ټيم خو موازي حکومت هم اعلان کړی دی، خو له دې سره سره په دریځ کې نرمي ښکاره کیږي.
لکه څو ځایه یادونه شوې چې د سولې مذاکره کوونکی یو طرفه پلاوی د پروسې سره مرسته نه کوي، یعنې له دې ښکاري چې اشاره یې د غني په مشرۍ حکومت ته ده چې باید د سولې پلاوی یې پراخ او هر اړخیز وي.
د اعلامیې په دویم بند کې ویل شوي چې د سولې خبرې باید د افغانستان اسلامي جمهوریت له لورې پرمخ یوړل شي، که څه هم د دولت لفظ یې نه دی یاد کړی، خو ښکاري چې هدف یې ترې حتماً د افغانستان اسلامي جمهوریت دی چې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت یې تازه لوړه کړې ده.
د اعلامیې په دریم بند کې د یوه هیټ د ټاکل کیدو خبر ورکړل شوی، که څه هم تر اوسه حکومت هم د هیئت په اړه څه نه دي ویلي، خو د اعلامیې له وروستۍ برخې ښکاري چې اشاره یې حکومت ته وي چې هئیت یې باید پراخ او هر اړخیز وي.
د اعلامیې د وروستي بند نه ښکاري چې د ټاکنو پر جنجال خبرو ته چمتوالی ښودل شوی دی، نو په داسې مهال کې همدا یوه لار ده چې پر جنجال خبرې وشي او دا مسله اسانه حل کړای شي.
ځکه د ډاکټر عبدالله او ناستو سیاستوالو د اعلاميې له وروستي بند ښکاري چې دوی غواړي د ولسمشر غني په مشرۍ له حکومت سره د ټاکنو جنجال حل کړي، سهم ورکړل شي او په دې ډول سره هغو پلویانو ته چې د تقلب په نوم یې راپورته کړي، قناعت ورکړل شي.
حکومت باید څه وکړي؟
دا واقعاً هم یوه ډیره حساسه مرحله ده، هلته د سولې مهمې خبرې دي او ورسره خوا کې د کروناوایروس خطرناکه ناروغي ده، که خدای مه کړه دا دوه مسلې په مناسب ډول مدیریت نه شي، نو د جګړې ترڅنګ به کرونا د ګڼو افغانانو ژوند واخلي.
نو حکومت ته په کار ده چې له ټولو خواوو سره مناسب تفاهم وکړي، سره کیښني، د سولې لپاره مناسب پلاوی وټاکي او په دې سره وشي کولی چې د سولې د مذاکراتو پرمخ بیولو ترڅنګ د کرونا وایروس پر ضد مبارزې لپاره هم حکومت کافي وخت پيدا کړي.
ځکه که حکومت رښتیا هم داسې یو پلاوی چې ټول لوري په کې شامل نه وي، وټاکي، دا یو بل بحران ته لار هواروي، ځکه اوس اړتیا ده چې له طالبانو سره یوه اسلامي جمهوري ادرس نه خبرې وشي او نړۍ ته وښودل شي چې د جګړې پر سر یوازې دوه لوري خبري کوي چې یو یې اوسنی حکومت جمعه سیاسیون او بل اړخ کې یې طالبان دي. همدا به ددې وطن د ژغورولو وروستۍ لار هم وي.