راپور: بشر درویش
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د بریتانیا له سفیرې الیسون بلیک سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دواړو لوریو د کویید ۱۹ ناروغۍ نړیوالې تجربې په اړه خپل نظریات شریک کړل او په افغانستان او انګلستان هېوادونو یې د دې ناروغۍ د ناوړه اغیزو په هکله خبرې وکړې.
د بحث اصلي موضوع
د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د خبرو اصلي موضوع د افغانستان د سولې بهیر وه.
په دې خبرو کې دواړو لوریو د سولې په بهیر کې وروستي بدلونونو او پرمختګونو په هکله په خاصه توګه د تاوتریخوالي د کچې د زیاتوالي په اړه اندیښنې، د تاوتریخوالي پر کمولو د څارنې لپاره اړین میکانیزمونه، د افغان دولت او طالبانو لخوا د بندیانو خوشې کولو او د بین الافغاني خبرو د پیل پر اهمیت او ارزښت د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي اتمر او سفیرې اغلې بلیک همدارنګه د سیمه ییزې او نړیوالې ټولنې ګډو هڅو پر اهمیت او د افغانستان د سولې په بهیر کې د اجماع پر راوستلو باندې هم خبرې وکړې.
سرچینې ویلي؛ د بریتانیا سفیرې یو ځل بیا د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر لپاره د بریتانیا د دولت پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د افغان سولې په اړه د سیمې او نړۍ هیوادونو له استازو سره له ډیره وخته خبرې او مشورې کیږي. حکومت وايي، په دې ډول سره هڅه کوي چې د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع راولي.
بل پلو؛ ویل کیدل چې تیره جون میاشت کې به د سولې بین الافغاني خبرې پيل شي، خو له دې هر څه څه سره سره تر اوسه د بین الافغاني خبرو هیڅ څرک نه دی لګیدلی.