
د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه تېره شپه د بنګلهدېش فوټبال ملې لوبډلې سره ولوبېده، چي لوبه یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده.
دا لوبه چي د قطر هیواد دوحې ښار په «جاسم بن حمد شهر» فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه، پکې د افغانستان لپاره امرالدین شریفي د لوبې په ۴۸مه دقیقه کې ګولوهنه وکړه.
دا چي لوبه ۶۴ سلنه د افغان لوبغاړو په لاس کي وه، د لوبې په وروستیو کي یې د بنګله دېش له لوري د مساوي ګول وخوړ او همداسي لوبه یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده.
تر لوبې وروسته د ملې لوبډلې د روزونکي خبري
«ددې لوبې مساوي کول موږ ته کار سخت کړ، مګر موږ نه ناهیلي کیږو او باید په راتلونکې لوبه کې هند ته ماتې ورکړو.»
ټاکل شوې افغان کرکټ ملې لوبډلې په دې سیالیو کې راتلونکې جمعه د هند فوټبال ملې لوبډلې سره مخ شي او له هغه وروسته به بیا د عُمان فوټبال لوبډلې سره ولوبیږي.