د افغانستان، امریکا او ازبکستان ګډه ناسته؛ د ډلګیو پر جوړیدو موافقه وشوه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

راپور: بشر درویش
د افغانستان، امریکا او ازبکستان ترمنځ لومړۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه.
دا ناسته پرون د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په انلاین کوربتوب جوړه شوې وه چې د درواړو هیوادونو د بهرنیو چارو او تجارت وزارتونو معینانو په کې ګډون کړی و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې ددې وزارت د اقتصادي چارو معین میرویس ناب ګډون کړی و.
ښاغلي ناب د امریکا او ازبکستان له همکاریو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې درې واړه هیوادونه به په سیمه کې د خپلو اهدافو لپاره په شریکه او همغږي توګه سره همکاري وکړي.
هغه د افغانستان، امریکا او ازبکستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې لاسنیو اړینس وباله.

پر څه موافقه وشوه؟

افغان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دې ناسته کې د درې واړو هیوادونو ترمنځ په اقتصادي، ټرانزیټ او سوداګرۍ، پانګونې او ګمرکونو، د انرژۍ لیږد او اوسپنیزې لارې او د روغتیا او زراعت په اړه بحث او خبرې وشوې.
په دې درې اړخیزه ناسته کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ګروپونو پر جوړیدو موافقه وشوه چې د همدې هوکړې پر بنسټ پرون ورځ د اقتصادي ډلګۍ لمړنۍ ناسته هم ترسره شوه.
افغانستان داسې مهال د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره ګډې ناستې کوي چې په دې وروستیو کې یې د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د جوړولو او رامنځته کولو لپاره هلې ځلې هم پیل کړي دي.
دوه اونۍ وړاندې افغانستان د دریو بیلابیلو سیمه ییزو او نړیوال هیوادونو د ناستو کوربه و چې ویل کیږي دا ډول ناسته د افغان سولې په اړه د یوې اجماع رامنځته کیدو لپاره مهم دي.