راپور: طارق صادق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژې«SNaPP2» په همکارۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې یوازې ددې ولایت د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» په مرکزي څانګه کې ۷۰۰ بزګران روزل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس انعام الله صافی وایي، نږدې درې کاله وړاندې دکرنې وزارت له خوا د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» د جوړېدو طرحه رامنځته شوه، چې په همدې موخه د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا هم په یوشمېر ولسوالیو او مرکز کې د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکزونه جوړ شول.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبر پاڼه کې د ښاغلي صافي له قوله ویلي؛ له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژې«SNaPP2» په همکارۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې یوازې ددې ولایت د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» په مرکزي څانګه کې ۷۰۰ بزګران په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل:
«په دغو روزنیزو پروګرامونو کې بزګرانو ته د سبو، مېوو اوغلو د کرکېلي نوي لارې چارې او د یادو نباتاتو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي، په شنوخونو کې د کرکېلي او حاصل ټولولو لارې چارې، کرنیزو عملیو، د سرې ورکولو وخت او ډول، حاصل ټولولو او ښاخ برۍ لارې چارې ښودل شوي دي.»
سرچینې ویلي؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان مالي کال په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۱ زره او ۸۷۵ مالداران او بزګران د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.