
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه د تیري جمعې په ورځ سهار لومړی هندوستان ته ولاړه او بیا له هغه ځایه د نیپال په لوري ځي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به درې ورځي په هند کي وي او له هغه وررسته به له هندوستانه راتلونکې سې شنبه نیپال هیواد ته سفر وکړي.
د افغانستان دا لوبډله به د ډهلي د والیبال لوبډلي سره دوې دوستانه سیالۍ هم په هندوستان کي ترسره کړي.
د نیپال هیواد په پلازمېنه کتماندو کي د رواني اګسټ میاشتي له ۱۸مي تر ۲۵مي نېټي پوري په مرکزي آسیايي سیالیو کي د مېشتو هیوادونو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره کیږي.
افغانستان به په یادو سیالیو کي د ګډون په موخه د راتلونکي سې شنبې په ورځ له هندوستانه ـ نیپال هیواد ته سفر وکړي.
د افغانستان دا لوبډله به په نیپال هیواد کي هم مرکزي آسیايي سیالیو ته د چمتوالي په موخه څلور ورځني تمرینونه ترسره کړي.
په مرکزي آسیايي سیالیو کي د افغانستان په ګډون نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هیوادونو ګډون کړی.