
د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلني ملي لوبډلي په آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه پرون جمعه د قرغزستان په وړاندي ترسره کړه، چي یاده لوبه ئې د قرغزستان سره ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسوله.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي په یاده لوبه کي د افغان ۱۶ کلني ملي لوبډلي لپاره رامین امیري او ذکریا حسیني ګولوهني وکړې.
افغانستان په دې سیالیو کي خپله دوهمه لوبه نن مازدیګر ۵:۳۰ بجې د ترکمسنان په وړاندي ترسره کوي.
ټاکل سوې چي افغان ۱۶ کلنه ملي لوبډله خپله دریمه لوبه د جولای په ۲۹مه د ایران په وړاندي، څلورمه لوبه د جولای په ۳۰مه د ازبکستان په وړاندي او پنځمه لوبه بیا د اګسټ میاشتي په لومړۍ نیټه د کوربه تاجکستان په وړاندي ترسره کړي.
یادې لوبي پرون جمعه د تاجکستان په دوشنبې ښار کي د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان هیوادونو ترمنځ پيل سوې.
دا لوبي د اګسټ میاشتي په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي.