افغان ۱۶ کلن فوټبال ملي ټیم تاجکستان ته ولاړه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه تاجکستان ته ولاړه.
د مرکزي آسیا د فوټبال دا لوبي دوهم پړاو دي، چي د رواني جولای میاشتي په ۲۶مه نېټه پېلیږي او د اګسټ میاشتي په لومړۍ نېټه پاي ته رسیږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي تر ۱۶ کلنو د کم عمره لوبغاړو ترمنځ د فوټبال دا لوبي د تاجکستان هیواد په دوشنبې ښار کي ترسره کیږي.
د مرکزي آسیا د فوټبال په دې اتلولۍ سیالیو کي د افغانستان په ګډون ایران، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هیوادونه ګډون کوي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان ۱۶ کلنه ملي لوبډله به په دې سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه د جولای په ۲۶تمه د ترکمنستان په وړاندي، دوهمه لوبه به په ۲۷تمه د قرغزستان په وړاندي، دریمه لوبه به په ۲۹مه د ایران په وړاندي، څلورمه لوبه به په ۳۰مه د ازبکستان په وړاندي او پنځمه لوبه بیا د راتلونکي اګسټ میاشتي په لومړۍ نېټه د تاجکستان په وړاندي ترسره کړي.
66820813_2425526674181516_8674751528851996672_n.jpg
د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلني ملي لوبډلي دې سیالیو ته په کابل کي پوره چمتوالی نیولی.
په دې سیالیو د افغان لوبډلي ترڅنګ نړیوال افغان لوبڅار حلیم اقا شیرزاد او کومک لوبڅار ننګیالي سادات هم سفر وکړ.
په یادو سیالیو کي به یاد لوبڅاران په ځینو لوبو کي لوبڅاري هم ترسره کړي.