دا جلۍ څنګه د انسټګرام ملګرو ووژله؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

مالیزیا کې دې ۱۶ کلنې جینۍ وروسته له هغې خپل ځان وواژه، چې په انسټګرام يې ملګرو ورته د ځان وژنې مشوره ورکړه.
دیویا ایمیلیا د مالیزیا په سراوک سیمه کې د خپل اپارتمان څخه ځان لاندې غورځولی او وژل شوې. هغې د انستګرام له ملګرو غوښتي وه، چې ددې د ژوند او مرګ په اړه “رایه” ورکړي. د مرګ یا ژوند ترمینځ سروې کې هغې ته ۶۹ سلنه خلکو د مرګ رایه کارولې وه. د سروې د بشپړیدو وروسته، هغې خپل ځان وژلی.
پوښتنه داده، ایا د وژل شوې نجلې د انسټګرام ملګري، چې نوموړې يې ځان وژنې ته هڅولې، ددې په وژنه کې ګرم دي یا نه؟!
قانون پوه رام کرپال سینګ وايي، دلته دوه پوښتنې دي؛ که د هغې د انستګرام ملګرو هغې ته د ځان وژلو رایه نه وی ورکړې، ایا هغه به ژوندۍ پاتې شوې وه؟ ایا د خپلو ملګرو په مرسته به يې د خپلې ستونزې د حل لپاره، کوم مسلکي کس سره مشوره کړې وای؟!

د رام کرپال په ټکو، مرګ ته هغې هڅوونکي ملګري د هغې د وژنې مسؤل دي.
انسټګرام په یوه بیانه کې له خپلو کاروونکو غوښتي، چې که پوه شي، د چا ژوند په خطر کې دی، مسؤلو کسانو ته دې خبر ورکړي.
ددې ادارې یو ویاند ویلي:

«موږ د انسټګرام د کاروونکو د خوندیتوب او یو بل سره د هغوی د همکارۍ په رامینځ ته کولو کې ژور مسؤلیت لرو. له خپله اړخه، موږ له خلکو غواړو، چې که پوه شي چې د یو چا ژوند په خطر کې دی، زموږ د بیړنیو خدماتو له څانګې سره دې اړیکه ونیسي.»

مالیزیا کې د ځوانانو او سپورت وزیر وايي، چې ددې جینۍ له بوږنونکې وژنې وروسته، نوموړی په هیواد کې د ځوانانو د رواني او ذهني ناروغیو په اړه اندیښمن دی. هغه وايي، دا مسله باید جدي ونیول شي.