د اعتماد په نفس رامنځته کولو لپاره شپږ لارې چارې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 

ژباړه: نسیمه محمدي

١ _ د نورو سره له پرتله کولو لاس واخلﺉ؛

څېړونکو موندلې ده هغه کسان چې ځان د نورو سره پرتله کوي، حسادت تجربه کوي. او څومره چې د دوی حسادت زیاتېږي، د ځان پر وړاندې بد احساس لري.

٢ _ ځان د مثبت اندو په کړۍ کې کډ کړﺉ؛

وګړي چې تاسې ورسره وخت تېروﺉ، ستاسې له اټکل زیات ستاسې په فکر او اند اغېز ښندي. که د یوه ځانګړي شخص سره له معاشرت وروسته ښه حس نه لرﺉ، ممکن د خدای پامانۍ وخت را رسېدلی وي.

٣ _ پر ځان مهربانه اوسﺉ؛

پر ځان مهرباني کول د ځان سره د مینه ناکې اړیکې لرل د تېروتنې پر وخت وي. دا د ځان سره د اړیکې لاره ده چې تاسې ته امکان درکوي د احساسي پلوه انعطاف منونکي او په ښه توګه وکولای شﺉ په پاروونکو احساساتي مسایلو کې حرکت وکړﺉ او د ځان او نورو سره اړیکه پیاوړې کړﺉ. څېړونکو د ځان سره د صمیمانه اړیکې وړتیا د اعتماد په نفس سره اړیکه کې بولي.

٤ _ پر ځان مثبت باور تمرین کړﺉ؛

د دې پر ځای چې تاسې پخپله ووایﺉ ”زه دا کار نشم ترسره کولی“ يا ”دا ناممکن دی“، هڅه وکړﺉ ځانته ووایﺉ چې ”زه کولای شم دا چاره ترسره کړم“ یا ” یوازنی کار چې باید ترسره کړم دا دی چې هڅه وکړم.“
د دې پر ځای چې په خپله تېروتنه کې ووایﺉ ”زه هېڅ کار نشم تر سره کولی“، ځانته ووایﺉ ”بل ځل یې ښه ترسره کولی شم“ یا ”لږ تر لږه یو څه مې زده کړل.“

٥ _ د خپلو وېرو سره مخ شﺉ؛

هڅه وکړﺉ د خپلو ځينو وېرو سره چې د اعتماد په نفس نشتون له امله لرﺉ ورسره مخ او تمرین وکړﺉ. ځانته ووایﺉ چې دا فقط یوه ازموینه ده او وګورﺉ چې څه پېښېږي.

٦ _ بدن نه مو ساتنه وکړﺉ؛

سالم خوړنیز رژیم ولرﺉ. په دوامدار ډول ورزش او مُدېتېشن وکړﺉ. او کافي خوب ولرﺉ.