ژباړه: نسیمه محمدي
سينوزېت ناروغي د زکام او ریزش سره د ورته نښو نښانو له امله د خلکو له نظره پټه پاتې کېږي او د وخت په تېرېدو سره مزمنې بڼې ته اوړي چې هم د نارامۍ سبب ګرځي او هم یې درملنه ستونزمنه کېږي.
سینوزېت ( Sinusitis) د سینوز د مخاطي غشا( سینوز کوچنۍ کندې دي چې د پوزې دواړو خواوو او د وريځو پورته برخه کې ځای لري او په یوه ډول له پوزې سره اړیکه لري) د التهاب یا پړسوب څخه عبارت دی. په عادي حالت کې سینوز له هوا ډک وي، خو کله چې سینوز د هر لامل له امله بند او یا د انتان لکه باکتریا، فنګس او وایروسونو سره بند شي، سینوزېت رامنځته کېږي.
د سینوزېټ ډولونه؛
سینوزېت د مرض د حادیت او دوام له نظره په لاندې برخو وېشل کېږي:
١ _ حاد سینوزېت (Acute sinusitis) چې د زکام او ریزش په څېر علایمو سره څرګندېږي. ناروغ د پوزې بهېدل او په مخ خصوصا اننګو کې ناڅاپي درد او سردردي پيدا کوي، چې د ١٠ _ ١٤ ورځو پورې پاتې کېږي. حاد سینوزېت معمولا دوه یا څلور اونۍ دوام کوي.
٢ _ نیمه حاد سینوزېت(Subacute sinusitis) دا ډول سینوزېت، د سینوزس د التهاب څخه عبارت دی، چې د نسبتا اوږد وخت ٤ _ ٨ اونیو پورې دوام کوي.
٣ _ مزمن سینوزېت (Chronic sinusitis) د سینوز دا ډول التهاب د ٨ اونیو او یا ډېر وخت لپاره پاتې کېږي.
٤ _ بابېړی کوونکی سینوزېت( Recurrent sinusitis) په دې ډول سینوزېت کې، سینوزونه د کال په اوږدو کې څو ځلي التهابي کېږي. یانې ناروغي ښه کېږي خو څه وخت وروسته بیا راګرځي، چې په دې ډول کې ناروغ ناپامي کوي او درمل تر پایله نه تعقیبوي او د ناروغۍ بابېړي ته مساعد څيزونه لکه پولېپ یا د پوزې اضافي غوښه او یا هم هغه انتان چې د ناروغۍ لامل شوی، د درملو پر وړاندې مقاومت ترلاسه کړی دی.
د سینوزېت اسباب؛
سینوزونه د سر په کوپړۍ کې وړې او له هوا ډکې کندې دي، چې دا کندې د وریځو پورته په تندي کې، د پوزې دوه خواوو هډوکو کې، اننګو او د سترګو څنګ ته موقعیت لري. سالم او روغ سینوز له هر ډول باکټریا، وایروس او یا بل هر انتاني عامل څخه خالي وي. په نورمال ډول د سینوز مخاط په خپله تخلیه او هوا یې ځای نیسي. هر کله چې د سینوز مجرا یا لاره بنده شي او یا زیات مخاط په مجرا کې راټول شي، د سینوز سبب کېږي.